1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

اردوغان د ناروغۍ له امله په مهمه غونډه کې خپل حضور لغوه کړ

۱۴۰۲ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به په راتلونکي یوه مهمه انتخاباتي غونډه کې حضور و نه لري. د دې علت د هغه ناروغي یاده شوې ده.

https://p.dw.com/p/4QdD1
Türkei Wahlen 2023 Wahlkampf AKP Erdogan
انځور: ADEM ALTAN/AFP/Getty Images

د عدالت او پرمختګ واکمن ګوند مرستیال مشر ایرکان کانده میر، د چهارشنبې په ماښام د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چی نوموړی ۶۹ کلن ولسمشر به د پنجشنبې په ورځ د دغه هیواد د اټومي انرژۍ لومړنۍ بټۍ د پرانیستلو په مراسمو کی گډون ونه کړي. د هغه په خبره اردوغان به په دغو مراسمو کې په آنلاین بڼه برخه واخلي.

ترکيې د ترهګرۍ په شک ۱۱۰ کسان نیولي دي

دغه مراسم په روانه اونۍ کی د اردوغان له پاره په انتخاباتي مبارزه کې یو له مهمو انتخاباتي کمپاینونو شمیرل کیده چې دی به پکې حضور ولري. د ترکیې په جنوبي ساحل کې د آق قویو د اټومي انرژۍ دغه بټۍ د روسي دولتي اټومي شرکت روساتوم له خوا جوړه سوې ده. د کریملن مشر ولادیمیر پوتین به د هغې د پرانیستلو په مناسبت یو ویدیویی پیغام واستوي.

اردوغان چی په خپله وینا د معدې په ناروغۍ اخته دی، د چهارشبنې په ورځ هم خپل ټول کمپاینونه لغوه کړي ول. نوموړي ۶۹ کلن څرګنده کړې چی د ډاکټرانو د سپارښتنو سره سم به په کور کې استراحت وکړي.

ترکیې په روان کال کې ۳زره افغانان له خپل هېواده ایستلي

اردوغان د رایی اخیستنی ټیټې کچی ته په کتو سره په وروستیو اونیو کی نه ستړي کیدونکي کمپاینونه وکړل. د هغه او د اپوزیسیون د کاندید کمال قیلیج دار اوغلو ترمنځ انتخاباتي مبارزه په اوس وخت کی مساوي روانه ده. 

د سه شنبې په ورځ د ترکیې ولسمشر اړ شو چې د تلویزیون له لاری په ژوندۍ بڼه خپله مرکه قطع کړي. نوموړې خپرونه تر پلان سوي وخت ۹۰ دقیقې وروسته پیل سوه او لس دقیقې وروسته د اعلاناتو په خپرولو سره بیرته قطع سوه.

آلمان نژدې ۹۰۰۰ زلزه ځپلو ته ويزې ورکړي دي

اردوغان ۴۵ دقیقې وروسته یو وار بیا راڅرګند سو او معذرت یې وغوښت. نوموړي وویل: »پرون او نن زما له پاره سختي کاري ورځی وې« او د معدې او کولمو په ناروغۍ اخته شوې.

GP/SR/AG