1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان نژدې ۹۰۰۰ زلزه ځپلو ته ويزې ورکړي دي

۱۴۰۲ فروردین ۱۹, شنبه

آلمان په ترکيه او سوريه کې له زلزلې څخه اغېزمن شوي يو شمېر کسان په دغه هيواد کې منلي دي.

https://p.dw.com/p/4Pq38
د آلمان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فېزر
د آلمان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فېزرانځور: Georg Wendt/dpa/picture alliance

د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي آلمان په ترکيه او سوريه کې له زلزه ځپلو سيمو څخه يو شمېر کسان په آلمان کې منلي دي. د دغه خبر له مخې د ۹۰۰۰ په شاوخوا کې انسانان آلمان ته راغلي دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نېنسي فېزر د فونکه په نوم رسنيزې شبکې ته ويلي دي: «موږ ډېر ژر اقدام وکړ او بشري مرستې مو وکړې. په دې کې د ۹۰ ورځو لپاره او په مؤقتي توګه د خپلوانو سره پاته کېدل هم شامل دي.» د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند دغې سياستوالې دا څرګندونې د يادې رسنۍ سره د شنبې په ورځ کړي دي.

فېزر زياته کړې ده: «د ياد مقصد له پاره تر اوسه ۷۶۵۲ ويزې اجرا شوي دي. له دغو څخه ۶۵۰۰ په ترکيه کې د زلزله ځپلو سيمو د انسانانو دي.«

د آلمان د داخله وزيرې فېزر په وينا په ۱۰۰۰ مواردو کې د سوريې له زلزله ځپلو سيمو څخه هغه انسانان دي، چې په آلمان کې خپلوان لري. د هغې په وينا په آلمان کې د اوسېدونکو انسانانو د کورنۍ دغه نژدې خپلوان کولای شي چې آلمان ته د کورني الحاق په ترڅ کې راشي.

په ترکيه او سوريه کې د فبرورۍ په شپږمه نېټه په زلزله کې تر ۵۰ زرو څخه زيات انسانان مړه شوي ول.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.