1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا په هرات کې وسله واله نښته د طالبانو او داعش ترمنځ وه؟

۱۴۰۲ فروردین ۱۷, پنجشنبه

په هرات کې د پنجشنبې په شپه څو ساعتونه وسله والي نښتي رواني وې. طالبان ادعا کړې ده چې یاده نښته له داعش ډلې سره وه او په پایله کې يې ۱۳ داعش جنګیالي وژل شوي، خو داسې ادعاوې هم شته چې طالبانو په خپلو منځو کې نښته کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Pms7
Afghanistan Herat nach Bombenexplosion
انځور: AFP

یادې نښتې د هرات ښار په نهمه او یوولسمه ناحیو کې تېر شپه ماښام مهال رامنځته او څو ساعتونو یې دوام درلود، په دې ترڅ کې څو کوچني او غټ انفجارونه هم اورېدل شوي او د هرات اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.په هرات کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې یادې نښتې وروسته له هغې رامنځته شوې چې د دې ډلې د استخباراتو ځواکونه د داعش پر څو قرارګاوو علمیات ترسره کړل.

په دې اړه اړوند مطلب: طالبان: هرات کې د یوې مېرمنې په ګډون شپږ داعش وسله‌وال وژل شوي

د هرات له پاره د طالبانو د استخباراتو ادارې ویاند ثابت هروي دویچه ویله ته وویل چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې د داعش د ځپلو له پاره په نهمه او یوولسمه ناحيه کې يې ترسره کړي، پکې ۱۳ داعشان وژل شوي دي. هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې طالبانو ته زیان نه دی اوښتی. هغه ډېر جزئیات ورنکړ او وې ویل چې د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي. همدارنګه په هرات کې یو شمېر پخواني نظاميان ادعا کوي چې د تېرې شپې وسله واله نښته د طالبانو ترمنځ خپل منځي نښته وه.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په هرات کې د پخواني حکومت د استخباراتو یو کارکوونکی ادعا کوي چې جګړه د طالب قومندانانو ترمنځ شوې ده. هغه چې نه يې غوښتل د امنیتي دلایلو له امله يې په راپور کې نوم واخيستل شي، دويچه ويله ته وويل: «دغه نښته په هرات کې د طالبانو د استخباراتو د مشر او د مولوي داوود په نوم د طالبانو د يوه سيمه ايز قوماندان تر منځ رامنځته شوې، چې په پايله کې يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»

اړوند مطلب:«په هرات کې ډېرو کسانو د ځان وژني هڅي کړي»

هغه زیاته کړه، طالبانو د اصلي خبر د خپرېدو د مخنیوي په موخه دغه نښته د داعش پر پټنځایونو پوځي عملیات په ګوتو کوي. څو ورځې وړاندې د افغانستان په جنوب لویدیځ نیمروز ولایت کې طالبانو ادعا کړې وه چې د داعش پر څو پټنځایونو یې پوځي عملیات ترسره کړي او د دغې ډلې یو شمیر جنګیالي یې وژلي دي. د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د داعش پر وړاندې د عملیاتو په اړه د طالبانو پر ادعا شک کوي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي، هر وخت چې طالبان له خلکو سره جګړه کوي، د داعش پر ضد یې عملیات بولي. سعيدي وويل: «طالبان تل هڅه کوي چې خپل بريدونه د داعش ډلې پر قرارګاوو وتپي او له امله یې د امتیاز غوښتونکي شي. په دغو عملیاتو کې بېګناه خلک د داعش تر نوم لاندې وژني.» سعیدي اند د دې ادعا کوي چې د تیرې شپې په نښته کې وژل شوي کسان د بدخشان ولایت ځوانان ول چې غوښتل یې ایران ته د کار له پاره مهاجر شي. البته، دا معلومات د نورو سرچینو له خوا نه دي تایید شوي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

په داسې حال کې طالبان پر داعش ډلې د خپلو عملیاتو د دوام خبر ورکوي چې د دې ډلې چارواکي تل وایي چې داعش یو جدي ګواښ نه دی.