1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په هرات کې ډېرو کسانو د ځان وژني هڅي کړي»

۱۴۰۱ بهمن ۲۴, دوشنبه

د هرات ولايت د حوزوي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تیرو نهو میاشتو کي تر زرو زيات داسي کسان ثبت شوي دي چې د ځان وژنې هڅه ېې کړې ده.

https://p.dw.com/p/4NQVI
آرشیف: د هرات د عامې روغتیا ریاست د ودانۍ انځور
آرشیف: د هرات د عامې روغتیا ریاست د ودانۍ انځورانځور: Shoib Tanha Shokran/DW

د هرات ولايت د حوزوي روغتون یوه مسئول ډاکتر د نوم نه خپرولو په شرط دويچه ويله ته وویل چې په تیرو ۹ میاشتو کي یواځي د هرات په حوزوي روغتون کي ۱۰۶۵ هغه کسان چې د ځان وژني هڅه یې کړې له دوې سره ثبت شوې چې پکې ښځي، ځوانان او د پاخه عمر کسان شامل دي.

ویل کیږي بیوزلي، بېکاري، کورنی تاوتریخوالی، اجباري ودونه او رواني ناروغۍ د ځان وژنې تر ټولو مهم لاملونه دي.

یاده منبع وايي، ځیني کسانو اسیدي مواد، ګولۍ او ځیني نورو بیا د نورو بیلابیلو لارو هڅه کړي خو دا چې ډېر یې پر وخت روغتون ته را رسول شوې مړینه یې کمه وه په روغتون کي ثبت او درملنه یې شوې.

«د ښځو پرضد رواني زورزیاتی» پراخ شوی دی

هڅه مو وکړه چې په دې تړاو لا ډیر معلومات د لویدیځې حوزوي روغتون له سر طبیب څخه ترلاسه کړو خو ډاکتر عارف جلالي د دې ترڅنګ چې واېې دا رنګه ناروغان د روغتون په بیلابیلو څانګو کي بستر شوې وايي د عامې روغتیا وزارت دوی د ارقامو له وړاندي کیدو څخه منع کړي نو ځکه خو په دې تړاو باید هغوې ځواب ووايي.

د طالبانو د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان دويچه ويله ته وويل چې په دې تړاو له دوی سره پوره ارقام نشته، ځکه کيدای شي په دغو پيښو کې چي په روغتون کې ثبت شوي وي جنايي پيښي هم وي.

د بشري حقونو کارپوهان د ځان وژني هڅه د تاوتريخوالي او بې عدالتۍ پر وړاندې وروستی غبرګون بولي او وايي چې ښځي او ځوانان چې ډېر مجبوره نه شي دا کار نه کوي.

د غور ولایت اوسیدونکې او د بشري حقونو فعاله فریده ناصري واېې له کله راهسي چې طالبان واک ته رسیدلې افغانستان د ښځو او نجونو له پاره د محدودیتونو او کړاونو څخه ډک هیواد ګرځېدلی دی: «دا چې نجوني زده کړو ته نه پریښودل کیږي، یوشمیر کورنۍ خپلې نجوني واده کولو ته مجبوره وي، د ښځو د تاوتریخوالي قضیو ته رسېدګي نه کیږي همدا لامل دی چې تاوتریخوالی او د ځان وژني هڅي ډیري شوې.»

که څه هم ځان سوځنه، ځان وژنه او حتې هڅه یې د اسلامي احکامو له مخې ناروا عمل او انسانان ترې منع شوې خو د افغانستان لویدځه حوزه د کلونو را په ډې خوا د دې پدیدې ښکار ګرځیدلې.

په هرات کې تر سلو ډیري نجونې مسمومي شوي دي

د ټولن پیژندني برخي کارپوهان وايي، د اوسني وضعیت دوام د محدودیتونو لګول، د ښځو او ځوانانو پر وړاندې سخت چلند به افغاني ټولنه د نه جبرانېدونکو کړاونو سره مخ کړي.

د ټولنیزې برخې کارپوه سید منیر هاشیمي وايي: «دا چې په ورستیو کي د ځان وژنې هڅي ډیري شوې دا واقعیت خبره ده. په ځوانانو کي بیکاري او د نجونو پر وړاندي د پوهنتونو او ښوونځیو د دروازو تړل حتې د یوشمیر کورنیو مشران دې ته اړ باسي چې تر سخت فشار لاندي راشي چې یوشمیر یې بیا په داسي اقدام لاس پوري کوي.»

په افغانستان کې د طالبانو بيا واک ته رسېدو سره سم ډېرو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې، پر ښځو د زده کړو او کار بندیزونه ولګول شول، د خلکو اقتصادي وضعيت خراب او ډېر له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان شول.