1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د طالبانو جنګیالي له بې هدفۍ سره مخ دي؟

۱۴۰۰ مهر ۲۰, سه‌شنبه

وروسته له هغې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبانو پخوانی حکومت سقوط کړ، طالب جنګیالي اوس هڅه کوي خپل اهداف له جګړې د حکومتولۍ لور ته واړوي. خو طالبان د دغه بدلون لپاره څه تګلاره لري؟

https://p.dw.com/p/41ZtP
Afghanistan Taliban Kämpfer im Vergnügungspark in Qarghah, nah Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د اګست په نیمایي کې طالبانو د افغانستان مخکینی حکومت چې بهرنی ملاتړ هم ورسره وو، په چټکۍ وپرځاوه. له همدې سره طالب جنګیالي چې اوږده کلونه یې په جګړو او کلیو بانډو کې تیر کړي وو، ښارونو ته راغلل او د مخکینۍ اردو ځایونو کې ځای پر ځای شول.

 د دغو طالبانو د یوه  قوماندان په وينا په دوی اوس غواړي «پیاوړی امنیتي ځواک» جوړ کړي.

اوسمهال دغه قوماندان له خپلو نورو ملګرو سره په نویو هدفونو کار کوي ځکه اصلي دښمنانو د جګړې ډګر پریښی دی.

د طالبانو یو قوماندان عثمان جوهري چې د جګړې پر مهال یې ځانګړو ځواکونو سره کار کاوه، د افغانستان  په ختیځ ولایت نورستان کې یې دویچه ویله ته وویل: «د طالبانو ځانګړي ځواکونه نه یواځې له مخکیني حکومت سره د جګړې لپاره بلکې د بلې هرې ډلې سره د جګړې لپاره چې خطر ترې احساسو لکه داعش، روزل شوي دي. » 

طالبان وروسته له دې چاسره جګړه کوي؟

سره له دې چې داعش ډله له ۲۰۱۵ کاله تر دې دمه افغانستان کې فعاله ده خو فعالیتونه یې یواځې تر کابل،کونړ او ننګرهار پورې محدود دي.

طالبانو په ماضي کې په دغو ولایتونو کې د داعش پر وړاندې عملیات کول چې اوس هم جریان لري خو دغه عملیات دومره پراخ نه دي چې ټول طالب جنګیالي دې بوخت کړي. داعش تر دې دمه په نورستان کې کومه حمله نه ده کړې.

په نورستان کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو یو بل غړی جنت وویل: «په نورستان کې هیڅ داعش نه شته. اوس مهال په دغه ولایت کې هیڅ مخالف نه شته.»

Afghanistan Taliban Kämpfer im Vergnügungspark in Qarghah, nah Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP

جوهري هم وویل: « د پخوا پرتله اوسمهال ګواښونه په سلو کې له يو فيصد هم لږ دي.« نوموړي وویل: «د نورو هیوادونو په څیر افغانستان هم یوې پیاوړې اردو ته اړتیا لري چې د نورو له خوا د خطرونو په مقابل کې له ځانه دفاع وکړي»

جوهري د طالبانو پر وړاندې د مشخصو ګواښونو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل: «وخت به یې ځواب ورکړي» خو زیاته یې کړه د امریکا له وتلو وروسته د طالبانو لوی دښمن له منځه ولاړه.

په پروان ولایت کې د طالبانو او داعش ترمنځ نښته شوې

د ډیرو نورو طالب چارواکو په څیر جوهري هم وویل چې دغه ډله بل هیڅ هیواد ته ګواښ متوجه نه کړي او پلان به یواځې افغانستان پورې محدود وي.

د طالبانو پلان څه دي؟

د افغانستان د تیر حکومت له سقوط وروسته د طالب جنګیالیو نامعلوم هدف یواځې په نورستان پورې محدود نه دي .

د بیلګې په ډول وروسته له هغې چې طالبانو په شمال ختیځو ولایتونو بدخشان، تخار  او کندز کې نوي ځواکونه د دښمن پر وړاندې اعلان کړل په سیمه کې سیمه ایيزو سرچینو دویچه ویلې ته وویل طالبانو نه دي ویلي چې دغه ځواکونه یې څه ته ګومارلي؟ دښمنان یې څوک دي او به مشخصه توګه څه کارونه کوي؟

د طالبانو د یوه غړي په وینا چې د یوه ټاکلي ماموریت او دښمن د نه درلودلو په صورت کې طالبان په نورستان کې په پوځي او دیني زدکړو بوخت دي.

Afghanistan Kabul | Protest von Frauen, Auflösung durch Taliban
انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images


د طالبانو چمتو ځواکونه

سره له دې چې طالبانو د خپلو نویو نظاميانو لپاره مشر د اکتوبر پر څلورمه نیټه اعلان کړ خو د دغو ځواکونو جوړښت لا هم معلوم نه دی.

عثمان جوهري وویل مخکې له دې چې طالبان پخوانی حکومت ونیسيو طالب جنګیالو له نظامي کمیسیونه پیروي کوله او دغه کمیسیون د ټولو نظامیانو لپاره ځواب ویونکی وو.

جوهري وایي د سپټمبر میاشتې له وروستۍ نیټې تر اوسه « موږ په تمه یوو چې د کوم وزارت، کورنیو چارو که دفاع وزارت تر کنټرول لاندې به کار کوو.»

يوه امنیتي شنونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخيستل شي، دویچه ویلې ته وویل: «له ټول هیواده د نامشخصو جوړښتونو رپوټونه ورکول کيږي چې تر ډیره په کابل کې دي. د بیلګې په ډول د یوې سیمې لپاره څو کسان د مسئوليت درلودو ادعا کوي.»

دغه شنونکی وایي دا چې قوماندانان له څو سیمو راځي نو معمول دی چې د سیالۍ لپاره هڅې به سیاسي اختلاف رامنځته کوي او ځیني وخت تاوترخیوالی هم کوي.«

په واشنګټن کې د سويلې آسيا د ستیمسون مرکز مشر الیزابت ترلکلد دویچه ویلې ته وویل: «له جګړې د حکومتولۍ لورته د طالبانو تلل له ننګونو ډک کار دی.«

نوموړي زياته کړې: »هغوی [جنګيالي] د طالبانو د سیاسي اهدافو د تامينولو له پاره ډېر مهم نقش درلود خو اوس یې ماموريت چې جګړه يې تر ډېر بريالې شوې ده، چندان مشخص نه دی.«

طالبان د اروپایي ټولنې له استازو سره ګوري