1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په پروان ولایت کې د طالبانو او داعش ترمنځ نښته شوې

۱۴۰۰ مهر ۱۰, شنبه

طالبانو ادعا کړې چې د پروان ولایت په مرکز چاريکار کې یې د داعش پر یوه پټنځای برید کې د دغې ډلې یو شمیر غړي وژلي او یو شمیر نور یې ژوندي نیولي دي. خو د «اسلامي دولت» ډلې تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/41AXS
Afghanistan I Taliban I Straßenkontrollen in Herat
انځور: Stringer/AA/picture alliance

د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د یوه کور انځور په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي چې ګویا د طالبانو او داعش ډلې د وسله والو جنګیالیو ترمنځ د جګړې ځای و.

طالبانو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې په چاریکار کې یي د داعش پر یوه پټنځای برید کړی او د دغې ډلې یو شمیر جنګیالي یې وژلي او یو شمیر نور یې ژوندي نیولي دي.

د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي دویچه ویله ته د دې پيښې په تائیدولو سره وویل چې د داعش ډلې دغه پټنځای یې وروسته له هغې کشف کړ چې د طالبانو په یوه موټر د بمي برید په تړاو د دغې ډلې دوه تنه غړي نیولي و. په دې بمي چاودنه کې څلور تنه طالبان ټپیان شوي و.

کریمي زیاته کړه چې د دغو دوو نیول شویو داعشیانو اعتراف د دې سبب شو چې د دوی پټنځای معلوم کړي. د ښاغلي کریمي په حواله په دغو عملیاتو کې پنځه تنه طالب جنګیالي په سطحي توګه ټپیان شوي هم دي.

د داعش ډلې تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه پورې دا هم روښانه نه ده چې آیا ريښتیا هم دې پټنځای د داعش پورې اړه درلوده او که نه؟

وروسته له دې چې طالبانو افغانستان تر خپل کنترول لاندې راوست، داسې معلومیږي چې د داعش ډلې خپل بریدونو ته زور ورکړی دی.

د اګست په میاشت کې کله چې له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو د را ایستلو عملیاتو جریان درلود او په زرګونو افغانان له دغه هیواد څخه د وتلو په تمه د کابل په هوایي ډګر کې منتظر ول، د دغو خلکو د راټولیدو په ځای کې ځانمرګی برید ترسره شو. په دغه برید کې ۱۶۹ ملکي افغانان او ۱۳ تنه امریکایي عسکر وژل شوي و. د داعش ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه اخیستی و.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په پروان ولایت کې د داعش ډلې جنګیالیو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته کیږي.

تیره میاشت داعش د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې څو ځله پر طالبانو بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې د طالبانو ترڅنګ یو شمیر ملکي خلک هم ټپیان شول. د دغو بریدونو مسئولیت هم داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

دویچه ویله: ش.ن/ خ. ح