1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا يتيم خانو کې به د افغان سرتیرو اولادونه پالل کېږي؟

۱۴۰۲ تیر ۲۵, یکشنبه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پلان کې لري، چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې د یتیمانو لپاره د ملاتړ او زده کړو فرصتونو برابرولو په موخه دارالایتام یا د یتیمانو د پالنې مرکزونه جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/4Txuy
Afghanische Flüchtlinge aus dem Iran abgeschoben
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: Tanha

له دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالب مشرانو له لورې د یتیمانو د پالنې په خاطر دارالایتامونه جوړ شوي وه خو اوس د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د افغانستان ټول روزنتونونه هم غواړي په دارالایتامونو واړوي او د کابل په شمول په ټول افغانستان کې د دارالایتامونو شمېر زیات کړي.

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس سمیع الله ابراهیمي له دویچه ویله سره د یوې مرکې پر مهال وویل چې د دغه وزارت په ملاتړ غواړي په ټول افغانستان کې د دارالایتامونو شمېر زیات کړي. نوموړی همدا راز وایي چې په افغانستان کې ټول روزنتونونه هم غواړي د دارالایتامونو برخه وګرځوي ځکه په وینا یې چې فعالیت یې ورته او مصارف یې لوړ وه.

په شته روزنتونونو کې بدلون

له دې وړاندې د افغانستان په زیاتره روزنتونونو کې ګڼ شمېر بې وزلي او یتیم ماشومان روزل کېدل خو طالبان غواړي چې د دغه روزنتونونو بڼه تغیر کړي.

د ځینو ولایتونو ځایي اوسېدونکي وایي چې طالبان غواړي په دې ډول یتیمو ماشومانو ته خپله جنګي او جهادي روحیه انتقال کړي خو د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس سمیع الله ابراهیمي دا موضوع ردوي. په خبره یې چې د دې دارالایتامونو نصاب به د پوهنې وزارت نصاب وي.

بهرنيو هيوادونو ته تللي افغان ماشومان او شاقه کارونه

ابراهيمي وایي: «د دې دارالایتامونو نصاب به د پوهنې وزارت نصاب وي او د زده کړو سربېره به ورته روزنه، خواړه، روغتیایي پاملرنه او جامې هم ورکول کېږي.»

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یو شمېر رپوټونو په اساس چې دغه ډلې په ډېرو مواردو کې د پخواني پوځ سرتیري له کورونو وویستل او د هغوی پر وژنې او توهین تورن دي. دا اندېښنه هم څرګنديږي چې که د افغان پوځ د پخواني وژل شوو سرتیرو اولادونه دې دارالایتامونو ته مراجعه وکړي نو له څه ډول چلند سره به مخ شي.

د وژل شوو افغان سرتېرو يتيمان

په ننګرهار کې د یو وژل شوي سرتیري میرمنې د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، چې ممکن اولادونه یې اجازه ونه لري: « زما خاوند د دوی پر ضد جګړه کړې وه، په دې ټول پوهېږي. که د بې وزلۍ خبره شي نو زما اولادونه له ټولو ډېر مجبور دي. خو د طالبانو نورو کړنو ته په کتو ممکن زما له اولادونو سره ښه چلند ونکړي.»

یونیسف: په افغانستان کې د زرګونو ماشومانو ژوند په خطر کې دی

طالبان دا موضوع ردوي او وایي، د دې دارالایتامونو هدف د افغانستان ټول یتیم ماشومان دي چې په دوی کې به هېڅ ‌ډول توپیري چلند نه کېږي. د ابراهیمي په خبره: «د افغانستان اسلامي امارت د یو حاکم نظام په حیث د افغانستان ټول یتیمان خپل یتیمان ګڼي او د دوی ترمنځ هېڅ ډول توپیر ته قایل نه دي.»

د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ «درې میلیونه افغان ماشومان کار کوي»

خو یو شمېر سیاسي او ټولنیز شنونکي وایي چې د طالبانو دا کارونه پروژه یي او د ولس د دوکه کولو په خاطر دي چې یتیم ماشومانو ته به یې هېڅ ګټه ونه رسېږي.

عزیزالدین معارج وایي: «طالبانو ته پکار دي د یو نظام په توکه معیاري کارونه وکړي، چې هغه د ټولې ټولنې په درد وخوري. د نظام مشروعیت، اقتصادي وده، د نجونو زده او د عدالت پلي کول اساسي کارونه دي خو زه فکر کوم طالبان د ټولنې په دوکه کولو بوخت دی او دا یو پروژیي کار دی.»

د يتيمانو د روزنتونونو اړتيا

خو د پخوانیو دارالایتامونو یو شمېر مسوولین وایي چې له دې وړاندې هم افغانستان کې ګڼ دارالایتامونه وه او د پخواني شتون په نسبت یې د افغانستان یتیمانو ته په کتو ډېره اړتیا احساسېږي. په هلمند کې د یو خصوصي دارالایتام پالونکی مشر شاه ولي زیارمل وایي: «زموږ دارالایتام چې له څو کلونو راهیسې فعالیت کوي، نږدې ۴ سوه زده کوونکي لري چې دوی ته له زده کړو سربېره د لیلې او ډوډۍ امکانات هم لري. موږ په سختۍ سره دا پرېکړه کوو چې مستحق یتیم پیداکړو چې له لیرې ولسوالۍ ښار ته راشي، خو تقاضا ډېره زیاته ده.»

افغانستان کې د تیرو دوه لسېزو جګړو چې طالبان او د افغانستان اسلامي جمهوري نظام سرتیري پکې ښکېل وه په لسګونو زره افغان ماشومانو خپل پلرونه له لاسه ورکړي دي چې په دې سره دغه هیواد د یتیمانو له اړخه په یو ستر هیواد بدل شوی دی.

آیا طالبان به پر ښوونیزو مرکزونو محدودیتونه لا ډیر کړي؟

ه.ا./ا.ا.