1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې درې ميليونه ماشومان په کار بوخت دي»

۱۴۰۲ خرداد ۲۲, دوشنبه

د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت د کار نړیوال سازمان ويلي چې کابو درې ملیونه افغان ماشومان په کار بوخت دي. دا سازمان وايي په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو خونديتوب یې له مهمو انديښنو څخه دی.

https://p.dw.com/p/4STng
Afghanistan I Kohle I Mine
انځور: Farshad Usyan/AFP

د کار نړیوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې ورځې په مناسبت په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې ده. د هغو معلوماتو له مخې چې د دې غونډې یوه ګډونوال دویچه ویله ته استولې، د کار نړیوال سازمان ویلي چې «له نیمایي څخه زیات ماشومان چې عمرونه یې د ۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي، په یو ډول په کار بوخت دي.» د دې سازمان په باور، په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو خوندیتوب د دغه سازمان له مهمو اندیښنو څخه ګڼل کېږي.

په دې اړه اړوند مطلب:ملګري ملتونه: ۳۰ ميلیونه ماشومان له سختي لوږې سره مخ دي

د کار نړیوال سازمان په خپله رسمي وېبپاڼه کې لیکلي چې د ټولنیزو او دودیزو عواملو تر څنګ په افغانستان کې د بې وزلۍ زیاتوالی هم د ماشومانو د کار یو اصلي لامل دی. د هغه راپور له مخې چې مخکې د متحده ایالاتو د کار وزارت لخوا خپور شوی و، په افغانستان کې ماشومان په خورا سختو حالاتو کې کار کوي. د ماشومانو لپاره د کار په دغو شرایطو کې په وسله والو جګړو کې ګډون او اجباري کارونه شامل دي.

اړوند مطلب:کانونو کې د افغان ماشومانو پر کار بندیز

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په افغانستان کې د ماشومانو د کار د عواملو له جملې څخه د ښځو پر کار محدودیتونه او د بېکارۍ زیاتوالی بولي. نوموړی زیاتوي: «د افغانستان اوسني وضعیت او د طالبانو سربسته حکومت ته په کتو سره، د دې موضوع حل لاره لا ستونزمنه کړې ده.»

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی

په ورته وخت کې په کار او ټولنیزو چارو کې د طالبانو یو رسنیز مسؤول وایي چې په افغانستان کې د ماشومانو د کار په اړه د نړیوالو لخوا ورکړل شوې شمېرې د روان وضعیت یو کره انځور نه دی. هغه همدارنګه زیاتوي چې د یادې ستونزې حل ته لومړیتوب ورکوي. د طالبانو د دغه غړي په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، په کابل کې د سړک غاړي کارګرو ماشومان راټول به د طالبانو له لومړي اقدامونو څخه وي.

د جون ۱۲مه چې د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ کال کې د دې ورځې د لمانځلو هدف د «ټولو لپاره ټولنیز عدالت او د ماشومانو د کار ته د پای ټکي کېښودل» ټاکلی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په نړۍ کې ۱۶۰ میلیونه ماشومان د دې پدیدې قرباني دي. هغه په ​​دې باور دی چې د دې چاري د مخنیوي او د ماشومانو د ساتنې لپاره باید هڅې ګړندۍ شي.