1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

آيا هند به رښتيا په اګست میاشت کې د کرونا واکسين ولري؟

۱۳۹۹ تیر ۱۹, پنجشنبه

د هند د روغتيا معتبرې ادارې رپوټ ورکړی دی چې دغه هېواد د آزادۍ تر ورځې یعني تر ۱۵ اګست پورې بايد د کرونا واکسين ولري. کارپوهان خبرداری ورکوي چې په دومره کمه موده کې د واکسين جوړيدل غير واقعيې او خطرناک دي.

https://p.dw.com/p/3f0kR
Symbolbild Masern-Impfung
انځور: picture-alliance/dpa/K.-J. Hildenbrand

تېره اوونۍ د هند د ميديکل ريسرچ کونسل (آي سي ام آر) مشر بالرام بارګاوا دولسو روغتونونه ته لارښوونه وکړه چې د هند د کوواکسين په نوم د کرونا د واکسين آزموينه پيل کړي څو دا د اګست مياشتې تر ۱۵ نيټې د عامه استعمال له پاره چمتو شي.

د بارګاوا دا خبره ډېره حيرانونکې وه او د هند د ساينس پوهانو ټولنې ټینګار وکړ چې په دومره کمه موده کې د يوه واکسين جوړول ناممکن کار دی. د واکسين توليد په عمومي توګه څو کاله وخت نيسي.

په ټوله نړۍ د کرونا ويروس واکسين د جوړولو له پاره ټاکل شوې موده چې ډېره چټکه کړل شوې هم ده، هغه هم د يوه واکسين له پاره ډېره کمه ده. د نړۍ د درملو شرکتونه اټکل کوي چې د ۲۰۲۱م کال په سر کې به ښايي دغه واکسين چمتو شي.

د هند کوواکسين په نوم د کرونا کاندید واکسین د «بهارت بيوتيک» شرکت چې په حيدرآباد ښار کې مقر لري، د ويرولوژي د ملي انستيتوت چې د هند د ميديکل ريسرچ کونسل يو لابراتوار دی، په همکارۍ جوړ کړی دی.

د دې واکسين د کلينکي آزموينو لومړی پړاو به همدا روانه اوونۍ پيل شي او کابو ۳۰۰ کسان به پکې برخه واخلي. زیاته شوې چې په ورپسې پړاو کې به نور ۷۰۰ کسان په دې تجربه کې شامل کړل شي.

دا هم ولولئ:د غویي د بولو څښلو میله په نوي ډهلي کي

د آي سي ام آر مشر بالرام بارګاوا په يوه ليک کې ويلي: «د بهارت بيوتک شرکت خپل هدف ته د رسيدو له پاره په ډېره چټکۍ سره کار کوي. خو د کار پايله یې په دې کلينکي آزموينو کې د شريکو لوريو پر همکارۍ انحصار لري.» هغه زیاته کړه: «په دې برخه کې به هر ډول سرغړونه جدي وڅارله شي.»

د بهارت بيوتيک درملو شرکت د هيپاتايت او روتا په ګډون د ميکروبي ناروغيو سره د مبارزې له پاره په ميليونو ډوز يا خوراکونه واکسينونه جوړوي. په ۲۰۱۵م کال کې د همدې شرکت د روتا ويروس لومړی د هند جوړ واکسين بازار ته وړاندې کړ چې بيه یې کابو يو ډالر ده او اوس د روغتيا د نړيوال سازمان د واکسينو په پروګرام کې شامل دی.

«شپه او ورځ کار»

د نظام انستيتوت څخه پروفيسر پرابهاکر ريدي وايي: «موږ په دغه لنډه موده کې د واکسين جوړولو هدف ته د رسیدو له پاره شپه او ورځ کار کوو خو دا به يوه ډېره سخته مقابله وي.» دغه انستيتوت د آي سي ام آر له خوا د دې آزموينو له پاره انتخاب شوی دی.

د واکسينو توليد په څو کلينکي پړاونو کې ترسره کيږي چې په هر يوه پړاو کې زيات ټيستونه ترسره کيږي، څو وکتل شي چې دغه کاندید واکسین هغه انتي بادي رامنځته کوي او که نه چې موثره هم وي او جانبي عوراض یې کم وي.

د کوواکسين بازار ته د عرضه کولو هدف چې د آي سي ام آر ادارې له خوا ټاکل شوی دی چې د کارپوهانو او ساينس پوهانو له خوا پرې سختې نيوکي شوي او دا موده یې ډېره لنډه بللې ده.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: 

کارپوهان وايي چې آن د يوه کال موده هم د يوه واکسين د دريو پړاونو د آزموينې له پاره کمه ده څو د واکسین موثريت، جانبي عوارض او د انتي بادي ارزونه ترسره شي.

د عجلې جانبي عوارض

د هند مخکښ ساينسي انستيتوت چې د «The Indian Academy of Sciences» په نوم ياديږي، د يوې اعلامیې له لارې ويلي چې د آي سي ام آر له خوا ټاکل شوې دغه موده د هنديانو غير واقعيې هیلې او انتظارات را ويښوي.

د دې اکادمۍ مشر پراتا ماجومدير ويلي: «زموږ اکادمي په دې پوخ باور لري چې په عجله کې موندل شوی هر ډول حل به چې د مهمو ساينسي پروسو او معيارونو څخه پکې صرف نظر شوی د هند پر اوسيدونکو د اوږدې مودې د نامعلومې کچې منفي اغیزې ولري.»

د بيوتکس او نړيوال روغتيا په نامه انستيتويت څخه آنند بهان له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل د آزموينو له پاره د ګډونوالو موندل آن د کوويد ۱۹ په دې چټکه کړل شوې پروسه کې هم څو مياشتو ته اړتيا لري.

د مثال په توګه د ايبولا واکسين چې هغه ته هم نړۍ ډير چټک غبرګون وښود، کار یې په ۲۰۱۴م کال کې پیل شو خو يوه اغيزناک واکسين ته د جواز جاري کولو پنځه کاله وخت واخيست.

ځيني کارپوهان د آي سي ام آر دغه لارښوونه د لومړي وزير نريندر مودي د سياسي چل يا دسيسې په توګه تفسيروي څو وکولی شي د هند د آزادۍ د ورځې د جشن پر وخت چې د اګست پنځلسمه نیټه ده، د واکسينو په اړه د اعلان سره سياسي ګټه په لاس راوړوي.

خو دغه ادارې په خپله اعلاميه کې ويلي: «د آي سي ام آر پروسه د واکسينو د چټک توليد د نړيوالو نورمونو سره برابره ده.»

په هند کې تیره اوونۍ د کرونا د ثبت شویو پېښو شمير تر ۷۰۰ زرو واښت او په دې توګه دغه هېواد تر امريکا او برازيل وروسته کرونا ځپلې دريم هېواد وګرځيد. په داسې حال کې چې د رغيدونکو شمير هم ډير دی، کرونا په ډېره چټکۍ سره خپريږي.

کرونا تر اوسه د هند په سترو ښارونو کې ډېره وه خو اوس د هېواد له ليرو پرتو سيمو څخه هم د کرونا مثبتو پېښو په اړه خبر ورکړل شوی دی.