1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د غویي د بولو څښلو میله په نوي ډهلي کي

۱۳۹۸ اسفند ۲۴, شنبه

د هندوستان په پلازمېنې نوي ډهلي کې د «آل انډیا هندو یونین» ګوند د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې په موخه د غویانو د بولو څښلو یوه ځانګړې میله جوړه کړې وه. په دې میله کې شاوخوا ۲۰۰ هندوانو ګډون وکړ.

https://p.dw.com/p/3ZQUl
Indien Kuhurin gegen die Corona-Krise
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Qadri

په هندوستان کې ځنې هندو ډلې ټینګار کوي چې د غوایې بولې (ادرار) له طبي پلوه ګټور دي او د دې له څښلو سره انسان د کرونا له ویروس څخه هم ژغورل کیږي.

د هندوانو د عقیدې له مخې غوا یو سپيڅلی حیوان دی او په یو شمیر محافظه پاله هندوانو کې اوس هم دا ډول پخواني عقاید موجود دي. په داسې حال کې چې طبي کارپوهانو په وار وار سره ویلي دي چې داسې هیڅ شواهد نشته چې ګواکې د غویي بولې د سرطان یا کومې بلې ناروغۍ علاج ثابتیدلی شي.

په نوي ډهلې کې د دې پارټي یا میلې منتظمينو چې د آل انډیا هندو یونین ګوند پورې تعلق لري ویلي دي چې دا ډول میلې به د هندوستان په نورو ښارونو کې هم جوړې کړي.

په دې میله کې یوه ګډون کونکي اوم پرکاش، رویټرز خبري آژانس ته وویل: «مونږ د تیرو ۲۱ کلونو راهیسې د غویي بولې څښو او د غویي په خوشیانو لامبو هم. مونږ ته هیڅ کله هم د انګلیسي درملو اړتیا نه ده پيښه شوې.»

د آل انډیا هندو یونین مشر چکراپاني مهاراج د دغو مراسمو پر مهال د کرونا ویروس د فرضي جوړښت یا خاکې ترڅنګ یو انځور کې په داسې حالت کې لیدل کیږي چې د غویي د بولو ډکه پیاله یې په لاس ده.

Indien Kuhurin gegen die Corona-Krise
د آل انډیا هندو یونین مشر چکراپاني مهاراج ویلي دي چې داسې میلې به د هند نورو سیمو ته هم وغځوي.انځور: Reuters/D. Siddiqui

که څه هم د طبي چارو کارپوهان او په هندوستان کې ډیر شمیر هندوان په دې نظر دي چې د غویي بولې د هیڅ ډول ناروغۍ علاج نه دی، خو د هند حاکم حکومتي ملتپاله «بهارتیا جنتا» ګوند ډیر شمیر مشران ادعا کوي چې د غویي بولې یا متیازې په ځانګړي توګه د سرطان د ناروغۍ احتمالي علاج دی.

په دې وروستیو کې د هند په آسام ایالت کې د لوموړي وزیر نریندر مودي د ګوند پورې اړوند یوه سیاستوال د پارلمان په غونډه کې ویلي وو چې د کرونا له ویروس څخه د ځان ساتنې په موخه د غویي میتیازې او خوشیان ګټور ثابتیدلی شي.

کرونا یا کووید-۱۹ نړیواله وباء بللې شوې ده، چې له امله یې لږ تر لږه ۵۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او شاوخوا ۱۴۵ زره کسان ترې اغیزمن شوي دي. دغه وباء چې په دسمبر میاشت کې په چين کې را ښکاره شوه تر اوسه پورې ورته علاج نه دی پيدا شوی. خو طبي کارپوهان په دې هڅه کې دي چې ژر تر ژره د دې ویروس واکسین او علاج پيدا کړي.

دویچه ویله: ش.ن/ا.ا

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (02.03.2018):