1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

آلمان: ښايي يو شمېر سوريايي مهاجر بيرته ستانه کړو

زمزمه نیازۍ |آلمان خبري آژانس،فرانسې خبرې آژانس، رویټرز
۱۴۰۳ دی ۱۶, یکشنبه

په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو نږدې یوه میاشت وروسته د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر وویل چې کیدای شي د ځینو سوري مهاجرو د قبولۍ اسناد لغوه او په ځینو خاصو شرایطو کې اړ شي بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

https://p.dw.com/p/4opiZ
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې اوس مهال په آلمان کې شاوخوا ۹۷۵ زره سوري مهاجر ژوند کوي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیره نانسي فیزرانځور: Thomas Trutschehel/picture alliance/photothek.de

د فیزر دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د بشارالاسد له نسکوریدو څو ورځې وروسته د آلمان د کډوالۍ ادارې (بامف) د سوریایي مهاجرو د پناه غوښتنې بهیر وځنډاوه.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې د سوري کډوالو په اړه څه وویل؟

فیزرد یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۵مه) په یوه راپور کې د « فونکه» ګروپ رسنیو ته وویل:« لکه څنګه چې زموږ په قانون کې ویل شوي، د مهاجرت او پناه غوښتنې لپاره د آلمان فدرالي ادراه بامف  د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه څیړي او که چیرې په آلمان کې دې  خوندیتوب نوره اړتیا نه وي، دا به بیرته لغوه شي، ځکه چې په سوریه کې وضعیت ثبات لري.»

هغې زیاته کړه:«په دې مسله کې به هغه خلک شامل وي چې د نورو دلایلو لکه کار یا زده کړې لپاره د پاتې کیدو حق نلري او په خپله خوښه سوریې ته نه ستنیږي.»

فیزر ټینګار وکړ: «هغه خلک چې په ټولنه کې ښه مدغم شوي، په کار ګمارل شوي، الماني ژبه یې زده کړې او نوی کور یې موندلی باید په آلمان کې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شي.»

په آلمان کی د مهاجرو له پاره د مسلکی زده کړو چانسونه

نوموړې دا هم وویل، هغه کسان چې غواړي سوریې ته ستانه شي، باید ملاتړ یې وشي، خو جنایتکاران او افراطي  اسلامپالې باید ژر تر ژره اخراج شي. فیزر په ادامه کې وویل:« موږ قانوني انتخابونه په پراخه کچه پراخ کړي دي او څومره ژر چې په سوریه کې وضیعت موږ ته اجازه راکړي موږ به ترې کار واخلو.»

آلمان د شاوخوا یو ملیون سوریایانو کوربه دی

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې اوس مهال  په آلمان کې شاوخوا ۹۷۵ زره سوري مهاجر ژوند کوي. ډیری یې د سوریې د کورنۍ جګړې وروسته په ۲۰۱۵ کې آلمان ته راغلي.

له ۳۰۰ زره  څخه زیاتو خلکو ته دخوندیتوب اسناد ورکړل شوي په دې معنی چې د آلمان چارواکو پریکړه کړې چې که دوی بیرته خپل هیواد ته ستانه شي له جدي خطر سره به مخ شي.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

د فیزر له څرګندونو سره سره آلمان تر اوسه دسوريې د نوي مشرتابه «حيات التحرير الشام» په اړه خپل دريځ نه دی اعلان کړی. تر اوسه پورې دغه هیواد په احتیاط سره چلند کړی او په سوریه کې په پخوانیو یاغیانو د ټولشموله حکومت ټینګار کوي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بئربوک د جمعې په ورځ دمشق ته سفر وکړ چې «دا وڅیړي چې آیا یو ټول شموله سیاسي پروسه ممکنه ده او ایا د بشري حقونو تضمین کیدای شي که نه.» دغو خبرو ته په پام د  فیزر څرګندونې کیدای شي د آلمان په ټاکنو کې هم په  نظر کې ونیول شي، ځکه چې د مهاجرت مسله د لویو ګوندونو په پیغامونو کې هم رایه ورکوونکو ته مطرح کیږي.

 

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.