1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍانځور: DW

زمزمه نیازۍ

د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز پر بشري حقونه، د ښځو حقونو، افغانستان او سیمې، د طالبانو حکومت او کلتور دی.

د پخلاېنې سیاسي خپرونه مخ ته وړم.ډیر رپوټونه او مرکې مې د ښځو،بشري حقونو او کډوالۍ پر موضوعاتو راڅرخي.خوښیږي مې تل د انسانانو لاسته راوړنې،ننګونې او سختۍ انځور کړم.

په ۲۰۱۴ کال کې مې خبریالي پیل کړه لومړنی کار مې د« ځوانانو» په راډیو کې و.له څو میاشتو وروسته مې له  بي بي سي سره کار پیل کړ،د ۲۰۱۹ کال تر پایه مې له همدې رسنۍ سره د خبریالې ،پروډیوسرې او تحقیقاتي برخې سره کار او سفرونه کول. په ۲۰۱۸ کال کې د ښځو په تړاو یوه څیړنیز رپوټ لپاره د رسنیو د مرکز له خوا د کال د غوره خبریالې جایزه ترلاسه کړه. په ۲۰۲۰ کال کې آلمان ته راغلم او په ۲۰۲۱ کې مې له دویچه ویلې سره کار پیل کړ.

دویچه ویله کې د پخلاېنې په نوم سیاسي خپرونه چې د افغانستان د سولې د بهیر پر مهال جوړه شوه تر ننه په افغانستان کې په سیاست او د خلکو به ژوند راڅرخي مخ ته وړم.

د ښځو بشري حقونو او کډوالۍ برخه کې پر بیلابیلو موضوعاتو د ویډیو په برخه کې کار کوم.

خوښیږي مې تل د خلکو د ژوند،ننګونو او ستونزو په تړاو کیسې واورم او خپرې یې کړم. د سیمې خبریالي او کاري سفرونه مې خوښ دی.

له حقوقو پوهنځي فارغه یم. کله کله  شعر لیکم،کتاب لوستل مې د ورځني ژوند برخه ده

د د زمزمه نیازۍ ټولې لیکنې له برخې تیريدل

د زمزمه نیازۍ ټولې لیکنې