1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان څرنګه په افريقا کې استعماري امپراتوري پراخه کړې وه؟

۱۴۰۲ آذر ۱۶, پنجشنبه

په ۱۸۸۵م کال کې ادولف لودريڅ په نننۍ ناميبيا کې پراخي ساحې په لاس راوړې، خو د سيمې له اوسېدونکو سره یې قراردادونه دومره مبهم ول چې حتی د آلمان استعماري چارواکو یې هم په اړه شکونه درلودل.

https://p.dw.com/p/4ZtKX
سمبول انځور؛ په افريقا کې د آلمان مستعمرې
سمبول انځور؛ په افريقا کې د آلمان مستعمرېانځور: Comic Republic

آلمان څرنګه وکولای شول په نننۍ ناميبيا کې پښې ټيڼګي کړي؟

په ۱۸۸۵م کال کې د اروپا نقشه جوړونکي پوهیدل چې د دغي سيمې په کابو ۲۰۰۰ کيلومترو اوږدو سواحلو کې د کښتيو د لنګر اچونې له پاره يوازې درې خوندي خليجونه موجود دي. له کښتيو څخه تر کښته کیدو وروسته به بيا د مسافرو پرمخ ۱۴۰ کيلومتره اوږده صحرا پرته وه: د ناميب بيابان.

د ناما مشر يوزف فريدرېکس دويم په ۱۸۸۳م کال کې د نمیبيا په سویل د هاېنريش فوګلزنګ، په نامه يوه ځوان آلماني سوداګر ته هرکلی ووايه.

نوموړي د آلماني تاجر اډولف لودریڅ په استازيتوب فرېدرېکس ته د اتلانتيک پر ساحل د يوه شاړ خليج د شا او خوا سيمې په بدل کې  د ۲۰۰ ټوپکونو او ۱۰۰ بريتانوي پاونډو وړاندیز وکړ.

يو څو میاشتې وروسته يو بل تړون هم رامنځته شو: شل جغرافيايي میله پراخه ټاپو چې د اورينګ سند او د جنوبي افريقا تر سرحده پورې غځېدلی دی، د ۶۰ ټوپک او ۵۰۰ پاونډه په بدل کې وسپارل شو.

د ځمکې دا خرڅلاو ولې لانجمن وو؟

د ځمکې سيمه ایزه اندازه ګیري په بريتانوي میل وه چې هغه وخت يو میل ۱،۶ کيلومتره وو.  جغرافيایي ميل هغه وخت نه پيژندل کيده او همدا اصلي خبره وه. ځکه آلماني جغرافيایي ميل چې د آلمان سوداګرو په نظر کې نيولی وو، د ۷،۴ کيلومترو سره برابر وو چې دا په آسان حساب شپږ ځله ډېر دی.

لودرېڅ، فوګلزنګ او شاهدان مذهبي مبلغين پوهيدل چې فريدرېکس هیڅ نه دی خبر چې په بې پامۍ د خپلو خلکو څومره ځمکه پلوري.

څرنګه په افریقا کې د شخصي ځمکې پلور د آلمان د دولت برخه وګرځېده؟

په کامیرون، جنوب ختیځه افریقا او ختیځې افريقا کې د آلمانانو له خوا د شخصي ځمکې پېر بيا وروسته د آلمان دولت په لاس کې واخيست.

د مستعمرو پر نقشو لودرېڅلند يا ساحې راڅرګندې شوې او په ۱۸۸۴م کال کې آلمان لودرېڅلند ته د Protectorate يا «تحت الحمايه» درجه ورکړه. همدې څه آلمان د ناقلينو مستعمرې جوړولو ته وهڅاوه.

Karte - Ehemalige deutsche Kolonien in Afrika - EN

لودرېڅ تمه لرله چې په راتلونکي کې د نميب په صحرا کې د ځمکو په رانيولو سره به د منرالونو د مثال په توګه په مسو پسې، د لټې له لارې خپله شتمني لا پسې پراخه کړي. لومړی نوموړي د نننۍ ناميبيا ټول ساحل په خپل نوم کړ خو په اخر کې یې څه پيدا نه کړل او پېسې ورسره ختمې شوې.

لودريڅ په ۱۸۸۵م کال کې خپل ملکيتونه د آلمان د مستعرو پر ټولنې خرڅ کړل او تر دې لږ وروسته د يوه سفر په ترڅ کې لادرکه شو.

په نورو کومو ځایونو کې د تړونونو له لارې ځمکې خپلې شوي؟

د افريقا په ټوله لويه وچې کې د لاسليک شويو تړونو پر محتوا يا خو سيمه ایز خلک نه وو پوهيدلي، يا دغه تړونونه جدي نه وو نيول شوي او يا هم ناسمو ادعاو او بهانو له لارې پر خلکو منل شوي ول. په کامیرون کې آلماني چارواکو ډېر زيار ويست څو د ۱۸۸۴م کال د «جرمانو – ډوالا – تړون» کې د سيمه ایزو قبایلو د مشر غوښتنه لغوه او له پامه وغورځوي.

د ۱۸۸۴م کال په پای کې کارل پيترز د آلمان د حکومت د مستقيمې اجازه پرته د نننۍ تانزانيا سيمې ته سفر وکړ او د سيمه ایزو قبایلو د مشرانو لټه یې وکړه او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې د هغه له خوا ترتيب شوي په آلماني ژبه ليکل شوي اسناد لاسليک کړي.

په اکثرو مواردو کې دغو مشرانو ته د الکولو تر ورکړې وروسته له هغوی سره د آلمان له خوا د محافظت ژمنه کيدله.

ولې د آلمان دولت دغه ادعاوې بالاخره ومنلې؟

د دې منل ستونزمن دي چې د صدراعظم اوټو فان بسمارک، په څېر شخص چې په لومړي سر کې د آلمان په مستمعرو کې د ځمکو په اړه ډېر شاکي وو، بيا د کارل پيترز، ادولف لودرېڅ او يا ادولف وویرمن، په څېر سوداګرو پروژو برخه وګرځي.

خو د ۱۹۸۰مې لسيزې په منځ کې اروپايي هيوادونو په افريقا کې د مستعمرو د ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوله. پيترز د مثال په توګه استدلال کاوه چې د مرکزي افريقا له پاره د بيلجيم ګټې د آلمانانو هيلې او امیدونه زيانمن کولی شي.

په نميبيا کې اوس هم د لوردیڅ ښار موجود دی
په نميبيا کې اوس هم د لوردیڅ ښار موجود دیانځور: picture-alliance/dpa/T. Schulze

بسمارک دغه سياسي فشار ته پر ګونډو شو او اجازه یې ورکړه چې د پيترز سيمې هم د تحت الحمايه حيثيت خپل کړي.

د «تحت الحمايه» ساحې څخه موخه څه وه؟

په اصطلاح «د حمايت يا ساتنې تړونونه» ظاهراً د سيمې خلکو ته تر څو چې هغوی د آلمان تابع وي، د آلمان د محافظت د ډاډ ورکولو له پاره لاسليک کيدل يعني دا چې آلمان به له دې ځمکو او ساحو څخه ساتنه کوي. له همدې کبله ډېره مهمه وه چې نور اروپايي هيوادونو هم دې تړونو ته درناوې ولري. خو کله چې به خبره د افريقايي ولسونو په مقابل کې خپلو تړونونو او وعدو ته د ژمنتيا وه نو بيا یې د آلمان له خوا لاسليک شوي تړونونه زياتره بې باوره او اکثريت یې شکمن وو.

د حمايت دې تړونو آلماني شرکتونو ته د ځمکو، سرچينو او ارزان بيه کارګرو ته د لاس رسي او سيمې ته د آلماني عسکرو او وسلو د انتقال زمينه برابروله.

ولې سيمه ایزو مشرانو دا ډول سندونه لاسليک کول؟

په دې اړه شکونه شته چې آیا د تتزانيا، ناميبيا، توګو او يا کاميرون سيمه ایز مشران پوهيدل چې هغوی څه شی لاسليکوي.

په کامیرون کې آلماني ځواکونه او وسلې
په کامیرون کې آلماني ځواکونه او وسلېانځور: akg-images/picture-alliance

ځينو مشرانو وسلې غوښتلې څو له سيمه ایزو رقیبانو سره سيال اوسي. نور یې بيا لکه د کامیرون د ډولا مشرانو پر دې پوهيدلي ول چې څرنګه د تړون له آلماني بڼې څخه د دوی غوښتنې حذف شوي دي يا په نورو مواردو کې د آلماني چارواکو تړونونه له پام غورځول، ځکه هغوی پوهيدل چې د افریقايي مشرانو په مقابل کې قوي وسلې او مسلکي پوځ تر شا لري.

د سيمې د خلکو له پاره یې پاېلې څه وې؟

د مستعمرو واک د يو څو آلماني حاکمان لاس ته لوېدلی وو. يوه ته هم د سيمې د خلکو ګټې مهمې نه وې او اکثره وخت به د مقاومت د ځپلو په موخه او په زيربنايي پروژو او د زراعت په برخه کې د کارګرو د ګمارلو له پاره له پوځي ځواک څخه کار اخيستل کيده.

زموږ له آرشيف څخه: