1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په نامیبیا کې استعماري جنايتونه د نسل وژنې په شان منلي

۱۴۰۰ خرداد ۷, جمعه

د آلمان حکومت منلې ده چې په ناميبيا کې د استعمار پرمهال پر دوو قبيلو هيريرو او ناما باندي جنايتونه نسل وژنه وه. اوس دوی پر يوه قرارداد باندي توافق کړی دی او آلمان د دغه هيواد په بيا رغاونه کي يو ميليارد يورو مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/3u6uh
Namibia, Windhuk I Denkmal zur Erinnerung an den Völkermord von Herero und Nama
انځور: Jürgen Bätz/dpa/picture alliance

د آلمان په مستعمره سیمو (اوسنۍ ناميبيا) کې د ترسره شوو جنایتونو څخه څه باندې سل کاله تير شوي دي. د آلمان حکومت هغه څه چې هغه وخت له دوو قبیلو، ناما او هیروز سره ترسره شوي ول، نسل وژنه بللې ده.

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر به په دې اړه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې بخښنه وغواړي چې د نامیبیا په پارلمان کې به ترسره کيږي.

د يو میليارد يورو مرسته

په ناميبیا کې د نسل وژنې منل، د آلمان او نامیبیا د چارواکو تر منځ د پنځو کلنو مذاکرتو پايله ده. د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هایکو ماس، په دې اړه وويل: «خوښ یوو چې وتوانیدو له نامیبيا سره د خپل ګډ تاريخ د تر ټولو تورې برخې په اړه په یوه خوله توافق ته ورسیږو.»

د آلمان او ناميبيا تر منځ د شوي توافق پر اساس، د آلمان حکومت په نامیبيا کې د پراختيايي پروژو د تطبیق له پاره یو ميليارډ او سل زره یورو ورکوي.

Namibia Bundesentwicklungsminister Gerd Müller in Windhoek
د آلمان د بیارغنیزو مرستو وزیر، ګرد مولر او د ناميبیا د مذاکراتي پلاوي استازېانځور: Imago Images/photothek/U. Grabowsky

هایکو ماس په دې اړه ويلي دي: «د دغو غيرانساني جنايتونو قربانيانو ته په احترام سره غواړم د ناميبيا د بيا رغاوني او پراختيا د يوې بنيادي طرحي ملاتړ په ۱،۱ ميليارد يورو سره وکړو.«

دغه پيسې باید د ۳۰ کلونو په جریان کې او تر ټولو مخکې د هغو سیمو پر پروژو ولګول شي، چې د هيریرو او ناما قبیلو اوسیدونکي پکې اوسیږي. د ناميبيا حکومت د غوښتنې پر اساس، دغه پیسې د ځمکنۍ اصلاحاتو په موخه لګول کیږي چې په ډله کې يې د کرهڼيزو ځمکو رانیول او پراختیا ورکول، د کلیوالي جوړښتونو پراختیا، اوبو ته لاسرسی او د کار شرایط برابرول شامل دي.

غرامت نه بلکې اخلاقي وظیفه

د آلمان حکومت ټينګار کړی دی چې د نسل وژنې په رسميت پيژندل او ناميبيا ته د عاجلو مرستو د یو صندوق رامنځ ته کول، د غرامت د ترلاسه کولو له پاره د قربانيانو د پاتې غړو د قانوني ادعا په معنی نه ده، بلکې دا یوازې یوه اخلاقي او سیاسي وظیفه ده.

Namibia Genozid deutscher Truppen
د افریقا په سويل کې آلماني سرتيري - ۱۹۰۴انځور: picture-alliance/dpa/W. Gebert

د آلمان حکومت او ناميبیا له پنځو کلونو راهيسي په مذاکراتو بوخت دي، څو پر یوې داسې ګډې سیاسي اعلامې توافق ته ورسیږي چې دواړه خواوې پرې توافق ولري.

د ناميبیا د نسل وژنې تاریخ

اوسنۍ ناميبيا له ۱۸۸۴څخه تر ۱۹۱۵ کلونو پورې د آلمان مستعمره وه. د هيريرو او ناما قبيلو وژنه، د ۱۹۰۴ او ۱۹۰۸ کلونو ترمنځ د آلمان د پوځ له خوا د لوتار فون تروتا په مشرۍ ترسره شوې ده.

تاريخ پوهان اټکل کوي چې هغه مهال د هیريرو قبیلې له ۶۵ زرو تر ۸۰ زرو پورې کسان او د ناما له قبيلې څخه له ۱۰ تر ۲۰ زره پورې کسان وژل شوي دي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزات ټينګار کوی چې په لاس راغلی توافق په هیڅ صورت تیرو ته د پای ټکی کيښودلو په معنی نه ده، اما «د جنایاتونو د جبران او د ګډې راتلونکې د جوړولو له پاره يو مهم ګام دی.»

دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.