1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکراین پر کیف او اودیسا د تازه بریدونو خبر ورکړی دی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

اوکراین د اونۍ په پای کې د پلازمېنې کیف په گډون د دغه هیواد پر مختلفو برخو د روسیې د هوایي بریدونو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4R1Zz
Ukraine Drohnenangriff auf Kiew
انځور: Oleksandr Khomenko/REUTERS

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو د دوشنبې په ورځ لیکلي دي چې د تیرې شپې په بریدونو کې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي دي.د نورو ترڅنگ پر یوه کور هم د بی پيلوټه الوتکو برخې یا ټوټې را غورځیدلي دي.

اټومي آژانس: د زاپوریژیا بټۍ وضعیت د شدیدې انديښنې وړ دی

د اوکراین د پوځي ادارې په حواله د پلازمېنې کیف په هوایي حریم کې په مجموعي ډول ۳۰ ناپيژندل شوي ډرونونه کشف او ویشتل شوي دي.

همدارنگه په اودیسا کې هم اوکرایني چارواکو د  Ch-22 ډول روسي ډرونونو یا بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی دی. په دغه ځای کې بیا د خوراکي توکو یو گودام یا ډيپو اور اخیستی دی.

روسیې د ۱۴ میاشتو څخه د ډیرې مودې راهیسې پر خپل گاونډي هیواد اوکراین یرغل پيل کړی دی. پر اوکراین د روسیې تر ټولو تازه برید په هغه ورځ ترسره شو چې اوکراین د نازي المان پر وړاندې د خپلې بریا ۷۸ مه کلیزه لمانځي.

روسېې د «نه کنټرول وړ» پوځي سيالۍ خبرداری ورکړی

له روسیې سره د سرحدي پولو ټاکل کیدل، چې د هغه وخت د شوروي اتحاد له خوا د بریا لمانځنې دغه یادون په عنعنوي ډول د می میاشتې په ۹ نیټه ترسره کیږي، په کیف کې بیا د نورو اروپايي هیوادونو په څیر د می میاشتې په اتمه نیټه دغه ورځ لمانځل کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص