1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

بایډن او زیلنسکي پر کومو موضوعاتو خبرې کړي دي؟

۱۴۰۲ تیر ۵, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر د یوې تلیفوني اړیکې په ترڅ کې له جو بایډن سره د واګنر ډلې د ناکامه پاڅون او لیري واټن توغندیو تامین په هکله خبرې کړي دي. زیلنسکي په یوه ویډیویې پيغام کې د زاپوریژیا اټومې بټۍ وضعیت په اړه خبرداری ورکړ.

https://p.dw.com/p/4T3Tb
Ukraine | Krieg | Wolodymyr Selenskyj | Telefonat mit Joe Biden
انځور: Sarsenov Daniiar/Ukraine Presidency/Planet Pix/ZUMAPRESS/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن سره د یکشنبې (د جون میاشتې ۲۵ نیټه) په ورځ په روسیې کې د واګنر ملیشه ډلې د ناکامه پاڅون په اړه تلیفوني خبرې کړي دي.

کيف: په روسيه کې ګډوډي زموږ په ګټه ده

د دواړو مشرانو ترمنځ دغه خبرې د روسیې د واګنر ډلې مشر یوګني پریګوژین، له ناکامه شورش او د اوکراین په سویل او ختیځ کې د خپلې اشغال شوې خاورې د بیرته نیولو له پاره د دغه هیواد د ځوابي بریدونو د پيلیدو په درشل کې صورت نیولی دی.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

زیلنسکي په خپل تویتر کې لیکلي دي چې د جګړې بهیر او هیواد ته یې د لیري واټن توغندیو د سپارل کیدو په هکله له خپل امریکایي سیال سره خبرې کړي دي: «مونږ په روسیه کې د دښمنیو بهیر او د هغه څه چې رامنځته کیږي، په هکله خبرې وکړې. نړۍ باید روسیه د نړیوال نظم تر ټینګښت پورې تر فشار لاندې ونیسي.»

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

زیلنسکي همدارنګه ویلي چې په دغه تلیفوني اړیکه کې یي له بایډن سره په راتلونکي میاشت کې په ویلنیوس کې د ناټو د راتلونکي غونډې په هکله خبرې کړې دي. «شپيګل انلاین» الماني رسنۍ لیکلي دي چې اوکراین هیله لري چې له ناټو سره د یوځای کیدو له پاره دغه هیواد ته بلنه ورکړل شي.

د اوکراین ولسمشر په خپل ویډیویې پیغام کې وویل چې په اوکراین کې د روسیې یرغلیز برید اوس پخپله روسیه کې هم د لا زیات زیان رامنځته کیدو سبب شوی دی. هغه وویل: «هر څومره چې د روسیې تیری ډیر اوږد شي، پخپله روسیه به همدومره ډیر زیان وويني.»

زیلنسکي د روسي اشغالګرو له خوا د زاپوریژیا اټومي بټۍ تاسیساتو ته د احتمالي زیان اړول کیدو په هکله خبرداری ورکړ. هغه وویل: «په نړۍ کې مونږ ټول باید د اټومي شعاو د هر ډول پيښو د مخنیوي په خاطر ډیر اغیزمن اقدامات وکړو».

«روسیې ته د واګنر د سرتیرو ننوتل»؛ په مسکو کې د ترهګرۍ ضد اقدامات

زیلنسکي زیاته کړه چې تر اوسه پورې د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته د روسیې له خوا موجود ګواښونو ته په کافي اندازه د نړیوالو پام نه دی را اړول شوی. دغه اټومي بټۍ د ۲۰۲۲م کال د مارچ میاشتې راهیسې د روسي پوځ له خوا اشغال شوې ده.

د شپيګل اونیزې مجلې لیکلي دي، یو شمیر الماني سیاستوال ګمان کوي چې پوتین اوس د اوکراین پر وړاندې جګړه کې «لا زیات یرغلیز او لا زیات وحشیانه» عمل کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص