1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سینګارتونونو کړنلاره: هغه مواد مه کاروئ چې اودس ماتوي

شعیب تنها شکران
۱۴۰۱ اسفند ۲۵, پنجشنبه

په افغانستان کې د ښځو سینګارتونونو له پاره داسې کړنلاره جوړه شوې ده چې له دوی څخه غوښتل شوي ترڅو اسلامي ټکې په پام ونیسي. مشتريان بايد مخکې له سینګاره اودس وکړي او د سینګار هغه مواد ونه کاروي چې ادوس باطلوي.

https://p.dw.com/p/4Olo9
Afghanistan Bildergalerie Aktualisierung
انځور: Kyodo/picture alliance

په هغه کړنلاره کې چې د افغانستان د ښځو سینګارتونونو له پاره جوړه شوې، له دوی څخه غوښتل شوي چې اسلامي ټکې په پام کې ونیسي، پېریدونکي بايد مخکې له سینګاره اودس وکړي او د سینګار هغه موادو چې اودس ماتوي استعمال نکړي. دا کړنلاره چې د طالبانو له خوا توصیه شوې، د کسبه کارانو ټولنې له خوا ټولو سینګارتونونو ته لېږل شوې ده. سرچینې په کابل او پروان ولایتونو کې د ورته کړنلارې صادرول تائیدوي.

په دې اړه اړوند مطلب: سوداګري ښځې د خپل شغل د له لاسه ورکولو اندېښنه لري

په یاده کړنلاره کې چې څو مادې لري، ښځینه سینګارتونو ته سپارښتنه شوې چې خپل فعالیتونه له اسلامي اوامرو سره عیار کړي، له خپلو مشتريانو څخه وغواړي چې تر سینګار کولو مخکي اودوس وکړي او د سینګار هغه مواد وکاروي چې اودس باطل نه کړي. په دغه کړنلاره کې چې دویچه ویله یې یوه نسخه ترلاسه کړې داسې لیکل شوي چې ښځینه سینګارتونونه باید د ادوس ځای ولري او د لمانځه په وختونو کې د سینګارتون ور وتړل شي او هغه کسان چې په سینګارتون کې دي هلته لمونځ وکړي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په داسې حال کې چې د ښځو له پاره ډېر سينګارتونونه یوازې یوه خونه لري او داسې سینګارتونو کې د اودس له پاره ځای جوړول له فني اړخه ستونزمن وي. د کابل د کسبه کارانو ریاست ویاند عبدالطیف صالحي د دغې کړنلارې په تاییدولو سره وویل چې دا طرحه د ښځینه سینګارتونونو د فعالیت د دوام له پاره جوړه شوې ده. صالحي زیاته کړه: «په دې وروستیو کې طالبانو د کسبه کارانو له ټولنې سره یوه ناسته درلوده چې دوی ته وویل شول چې اسلامي ټکې باید مراعات کړي او د سینګار په وخت کې له داسې موادو څخه استفاده ونه کړي چې د مشتریانو د اودس ماتېدو لامل شي لکه، د نوکانو رنګول، باید سینګار یې داسې وي چې له سینګارتون څخه دباندې د عامو خلکو پام ورته جلب نه شي.»

په دې اړه اړوند مطلب: افغان سوداګرې د طالبانو له خوا د نويو محدوديتونو ويره لري

نوموړي وویل، د کسبه کارانو ریاست په کړنلاره کې ټینګار شوی دی چې په ښځینه سینګارتونو کې شرعي او اسلامي ټکې په پام کې ونیول شي، کنه له جدي ستونزو سره به مخ شي. دا کړنلاره په داسې مهال ښځینه سینګاتونونو ته معرفي کېږي چې د دوی کاروبار د طالبانو د بندیزنو او اقتصادي فقر له کبله شدیدا زیان لیدلی دی. په هرات ولایت کې یوه ارایشګره چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وایي پېریدونکي یې تر دې حده کم شوي چې د کار پرېښودو ته به مجبوره شي.

هغې دویچه ویله ته وویل: «تراوسه څو ځلې طالبانو موږ ته ویلي چې اجازه نه لرو خپل مشتريان له اوداس پرته سینګار کړو او داسې باید سینګارې نه شي چې اودس یې باطل کړي. طالبانو موږ ته ګواښ وکړ چې که دا ټکې په پام کې ونه نیسو، د دوی تر پوښتنې لاندې به راشو.»

اړوند مطلب:د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي

افغان مېرمنې خپل اساسي حقونه لکه د زده کړي، تحصیل او کار حقونه له لاسه ورکړي او د دوی ازادي تر دې کچه محدوده شوې چې نېږدې د کور په چاردېوال کې بندیانې یا محاصرې شوې دي. دا هم کېدای شي د دې لامل وي چې په سینګارتونو کې د ښځو مراجعه کم رنګه شوې ده.

د کابل یوه اوسېدونکې چې دا هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له کبله خپل نوم واخلي، دویچه ویله ته وویل: «زه خپله یوه میاشت کېږي چې سینګارتون ته نه یم تللې او له دې وېره لرم چې په سینګارتونونو کې د طالبانو د امر بالمعروف له غبرګون سره مخ نشم.»

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

د طالبانو د امر بالمعروف اداره چې د ښځو له پاره یې ډېر بندیزونه وضع کړي، وایي چې که ښځینه سینګارتونونه اسلامي مسایل مراعات نه کړي، فعالیتونه به یې ودرول شي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند مولوي محمد عاکف مهاجر دویچه ول ته وویل: «که د ښځینه وو سینګارتونونه اسلامي ټکې په پام کې ونیسي او نارینه ښځو ته سینګار و نه کړي، موږ ورسره ستونزه نه لرو او دوی کولای شي خپلو فعالیتونو ته دوام وکړي.»

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د افغانستان د کسبه کارانو ریاست د معلوماتو له مخې، اوس تر ۵۰۰۰ زيات ښځينه سینګارتونه فعال دي. له دې ډلې یوازې په کابل کې شاوخوا ۳۰۰۰ فعالیت کوي.

ژباړونکی: محمد میرویس اسلمي