1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سوداګرې د طالبانو له خوا د نويو محدوديتونو ويره لري

۱۴۰۱ دی ۲۰, سه‌شنبه

د سيمه ایزو افغان رسنیو په حواله د افغانستان په ځينو ولایتونو کې طالب چارواکو د ښځو پر کار نوي محدوديتونه وضع کړي دي. څو ورځې وړاندې په داخلي او خارجي مرستندويه ټولنې کې هم د ښځو پر کار بندیز لګول شوی وو.

https://p.dw.com/p/4Lyam
آرشيف انځور: په هرات کې د زعفرانو فارم
آرشيف انځور: په هرات کې د زعفرانو فارمانځور: DW/S. Tanha

د آلمان د خبري آژانس په حواله په مراز شريف، پل خمري او کندهار ښارونو کې ښځينه سوداګرو ويلي دي چې سيمه ایز طالب چارواکو ورته د خپلو تجارتونو د تړلو امر کړی دی.

په مراز شريف کې يوې دوکاندارې د »طلوع نيوز« شبکې ته ويلي: «د طالبانو د امر بالمعروف ادارې يو چارواکی راغلی وو او موږ ته یې وويل چې موږ یوه اونۍ وخت لرو څو خپل دوکاندونه وتړو او پر کور کښينو.» د دې پريکړې اصلي دليل له نارينه وو سره ګډ کار او د حجاب د لارښوونو نه مراعتول په ګوته شوي دي.

د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي

په پل خمري ښار کې هم د سنګارتونونو چلوونکو ويلي دي چې طالبان یې کار فتنه خپرونکی او د شريعت سره په ټکر کې بولي. خو د طالبانو د امر بالمعروف ادارې وياند عاکف مهاجر د سه شنبې په ورځ د «ډي پي ای» خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه رپوټونه ناسم دي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې په دويم ځل واک ته تر رسېدو وروسته طالبانو د ښځو پر زده کړو او کار بندیزونه وضع کړل.

د ملګرو ملتونو کمیسار: په افغانستان کې ښځې په بې ساري ډول ځپل کیږي

دمګړۍ نجوني اجازه نه لري چې تر شپږم ټولګې پورته ټولګيو او يا هم پوهنتونونو ته ولاړي شي. په دفترونو کې د ښځو پر کار چې د ملګرو ملتونو په څېر خارجي سازمانونه هم پکې شامل دي، هم بندیز دی.