1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ا.ک. او آلمان د ډيزلي او پټرولي موټرو پر بنديز تفاهم وکړ

۱۴۰۲ فروردین ۵, شنبه

د اروپايي اتحادیې کميسيون ويلي دي چې په اروپا کې له ۲۰۳۵ کال وروسته پر ډيزلي او پټرولي موټرو د بنديز پر موضوع د آلمان سره لانجه يې هواره کړېده.

https://p.dw.com/p/4PF0M
Themenbild E-Fuels, synthetische Kraftstoffe | E-Fuels-Probefahrt, Werbung
انځور: Tom Weller/dpa/picture alliance

اروپايي اتحاديه غواړي چې له ۲۰۳۵ کال وروسته په ټولو غړو هيوادونو کې د فوسيل انرژيو لکه ډيزلو او پټرولو چلیدونکو نوو موټرو بنديز ولګوي. د دغه پلان له مخې به له ياد کال وروسته اجازه نه وي چې يو څوک پټرولي يا ډيزلي موټر راجستر کړي یا په اصطلاح ورته نمبرپلېټ واخلي. خو د آلمان حکومت په وروستۍ دقيقه کې د دغه پلان سره خپل مخالفت اعلان کړی و او غوښتنه يې دا وه چې د برېښنا په مټ جوړ کړل شوو مصنوعي د سون مايع موادو (E-Fuels) ته دې استثنی ورکول شي.

دغه هم ولولئ: «د کاربن داې اکسايد خپرېدل ريکارډ کچي ته رسېدلې»

د آلمان د ليبرال ګوند سياستوال او د دغه هيواد د ترانسپورت وزير، فولکر ويسينګ او د اروپايي اتحاديې د چاپريالي چارو کميسار فرانس تيمرمنس د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۲۵نېټه) په جلا جلا اعلاميو کې یوه تفاهم ته د رسېدنې اعلان وکړ. آلماني وزير ويسينګ له ۲۰۳۵ کال څخه وروسته د فوسيل انرژيو سوځونکو نوو موټرو د بنديز پلان بلاک کړی و.

بنديز ته لاره هواره شوه

فرانس تيمرمنس پر تويتر پاڼه ليکلي: «موږ د آلمان سره په موټرو کې د (E-Fuels) د استعمال په هکله و تفاهم ته ورسېدو.» د هغه په وينا په اروپايي اتحاديه کې د موټرو له خوا د کاربن ډای آکسايد د افرازاتو د مديريت او تنظيم کولو کار ته به «څومره چې ممکنه وي هومره ژر» ادامه ورکوله شي. د اروپايي اتحاديې د کميسيون د رئيس د دغه مرستيال په وينا به د هغه وروسته د (E-Fuels) په تړاو د اصولو د تنظيم کار پېل شي.

دغه هم ولولئ: څرنگه له ککړي هوا څخه ځان وژغورو

آلماني وزير ويسينګ ويلي دي چې د اروپايي کميسيون سره يې پر ياده موضوع اوږده او «ګټور» بحثونه درلودل. د هغه په وينا د دغو خبرو اترو په پايله کې اوس پر دې تفاهم شوی دی چې له ۲۰۳۵ کال وروسته به پر فوسيل موټرو له بنديز څخه د هغو موټرو استثنی وي، چې صرف په داسي سون توکو چليږي، چې د دغو توکو په جوړولو کې کاربن ډای اکسايډ نه وي افراز شوی. د آلماني وزير په وينا په دې ترڅ کې پر معين پلان او چوکاټ تفاهم شوی دی. هغه د ترانسپورت په ډګر کې د اقتصادي پلوه د خلکو د توان وړ او د چاپيريال لپاره بې ضرره تفاهم څخه خبره کړې ده.

خو تنقيد کوونکي وايي چې د برېښنا په مرسته جوړ کړل شوي مايع د سون توکي دمګړی لا ډېر قيمت دي. د دې تر څنګ هغه مقدار برېښنا چې د دغو موادو د يو ليټر لپاره کارول کيږي او ښايي موټر د لسو او پنځلسو کیلومترو پورې په ولاړ شي، که پخپله دغه مقدار برېښنا د برېښنايي موټر چلولو لپاره وکارول شي، نو ښايي آن تر پنځه شپږ چنده څخه زيات سفر ورباندې وشي.

دغه هم ولولئ: د اوبو او لمريزي برېښنا پراخولو پر لور اوږده لار

اروپايي اتحاديه غواړي چې په خپلو غړو هيوادونو کې تر ۲۰۵۰ کال پوري د کاربن ډای آکسايډ افرازات صفر ته راټيټ کړي. په دې ترڅ کې دغه اتحاديه غواړي چې د ۱۹۹۰ کال په پرتله تر ۲۰۳۰ کال پورې د ګلخانه يي افرازاتو کچه لږ تر لږه ۵۵ سلنه راټيټه کړي. د دې تر څنګ دغه اتحاديه غواړي چې تر ۲۰۳۰ کال پوري په ټولو غړو هيوادونو کې د استعمالېدونکې ټولې انرژۍ حد اقل ۳۲ سلنه و نوي کېدونکو انرژي منابعو ته جګه کړي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.