1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کاربن داې اکسايد خپرېدل ريکارډ کچې ته رسېدلې»

۱۴۰۱ اسفند ۱۱, پنجشنبه

د انرژۍ نړیوالې ادارې په فضا کې د کاربن ډای اکسایډ خپريدل د ریکارډ کچې لوړيدلو ته په کتو، د انرژۍ په تولید کې د چټک بدلون غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4O9qX
 آلمان نورد راین ويست فالن: د باد انرژي تولیدونکی دستگا مخې ته
آلمان نورد راین ويست فالن: د باد انرژي تولیدونکی دستگا مخې تهانځور: Rupert Oberhäuser/picture alliance

 

غه نړیوال سازمان وایی: «د پاکې انرژۍ سره سره بیا هم د کاربن دای اکسايډ خپريدل تر بل هر وخت لوړ شوي دي.»

په پاریس کې د انرژۍ نړیوالې ادارې ويلي دي چې په نړۍ کې د انرژۍ اړوند «سي او ۲» خپريدل په ۲۰۲۲م کال کې ۰،۹ سلنه یا ۳۲۱ ميلیون ټنه زیات شوی، چې د ۳۶، ۸  ميلیارد ټنو څخه اوس لا زيات لوړې کچې ته رسیدلی دی.

د اوبو او لمريزي برېښنا پراخولو پر لور اوږده لار

د اقلیم او انرژۍ اهدافو ته د رسیدو او پاکو انرژیو ته د بدلون له پاره لا زیاتو اقداماتو ته اړتیا ده. په ۲۰۲۱م کال کې، په ټوله نړۍ کې د «سي او۲» خپريدلو زیاتوالی لاهم شپږ سلنه و.

په انرژي پورې اړوند د گلخانه يې گازونو خپريدل د ریکارډ کچې ته لوړ شوي دي.

د م.م. د چاپيريال کانفرانس د ماشومانو لپاره هم مهمه موضوع ده

د ياد سازمان رئيس بیرول وویل: «د انرژي بحران اغیزې په نړیواله کچه د چټک زیاتوالي لامل نه دی چې په پیل کې ویره وه- د نوي کیدونکي انرژي، برېښنايي موټرو، د تودوخې پمپونو او د انرژي اغیزمن ټیکنالوژیو کې، د پام وړ ودې څخه مننه.»

هندوستان، په شیناي کې د هوا ککړتيا
هندوستان، په شیناي کې د هوا ککړتيا انځور: Sri Loganathan/ZUMAPRESS/picture alliance

د هغه په خبره، د پاکې انرژۍ پرته به د گلخانه يې گازونو خپریدل دري چنده زيات وای.

ښاغلي بیرول زياته کړه: «دغه راز موږ لاهم د گلخانه يې گازونو د خپريدلو شاهدان يوو، چې د فوسیل سون توکو څخه رامنځ ته کيږي، کوم چې د نړیوال اقلیم اهدافو د پوره کولو هڅو تر مخ خنډونه جوړوي.»

نړیوال او ملي شرکتونه چې د فوسیل سون توکو سره کار کوي، د دوي پلور د ریکارډ کچې ته رسیږي او باید د اقلیم اهدافو ترلاسه کولو له پاره د عامه ژمنو سره سم په مسئولیت کې برخه واخلي.د دغه سازمان رئيس غوښتنه وکړه: «دا حیاتي ده چې دوی خپلې ستراتیژۍ ته بیا کتنه وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی  د فوسیل انرژۍ کمولو له پاره چمتو دي.»