1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موږ ولي رقص کوو؟ د رقص ساينسي توجيحات

۱۴۰۱ آبان ۲۲, یکشنبه

رقص، ډانس، نڅا يا اتڼ په هره انساني ټولنه کي موجوده وي. ايا د رقص کولو وړتيا پيدايشي ده؟ ايا حيوانات هم رقص کولای شي؟ دلته يې ولولئ:

https://p.dw.com/p/4JRxa
Abu Dhabi, The Color Run
انځور: Oliver Clarke/IMG/Getty Images

ليدل کيږي چي اکثره انسان چي کله يوه مسته موسيقي واوري نو لاسونه، پښې يا اوږې ښورول او يا د سر زنګول شروع کړي. زياتو انسانانو ته آن د ځان بې تفاوته ښودل مشکله کيږي او بشپړه بدن ته حرکت ورکوي. دمګړی په ټيک ټاک کي يوه داسي سيالي يا چېلنج هم مشهور دی چي ډېره مشهوره سندره اورول کيږي خو اورېدونکی بايد ځان کنټرول کړي او رقص يا ورته حرکت ونکړي. ښايي دا په اورېدلو کي آسان کار وي، خو په عمل کي زياتو انسانانو ته مشکله وي.

د داينوسور ژوو د جوړه کېدلو رقص

ښايي په ژوند کي د رقص په شان ډېر کم د ذهن او روح آزاد او آرام کوونکي فعاليتونه وي. د رقص ريښي تر دومره ژورتيا پوري په انسانانو کي موجودي وي چي اټکل کيږي چي ښايي هيڅ داسي انساني ټولنه نه وي چي پکښي رقص په يو يا بل شکل موجود نه وي. که په بعضو ټولنو کي رقص ممنوع او ناخوښ عمل بلل کيږي نو په نورو ټولنو کي بيا رقص د دود او کلتور او آن مذهبي مراسمو مهمه برخه وي.

کله چي څوک د رقص په هکله فکر وکړي نو ژر دې نتيجې ته رسيږي چي رقص د موسيقۍ سره ډېر نژدې او ټينګي اړيکي لري.

خو انسانان ولي رقص کوي؟ ايا انسانان د پيدا کيدو سره سم د خپل ځان سره دغه وړتيا راوړي او که يې وروسته زده کوي؟

موسيقي موږ پر حرکت راولي

موسيقي او رقص د انساني کلتور يو نړيوال او مشترک عنصر دی. ساينسپوهانو د انسانانو د ژوند د دغه اړخ په هکله موندلي دي چي موسيقي د دې لامل کيږي چي په انسانانو کي د حرکت رامنځته کولو لامل شي. داسي معلوميږي لکه د موسيقي په جواب کي حرکت کول چي د انسانانو يو پيدايشي خصوصيت وي. بيلو تحقيقونو ښودلې ده چي ماشومان د درې مياشتنۍ په عمر کي لا د موسيقې په اورېدلو سره په ناڅاپه توګه حرکت پېلوي. خو دا لا تر اوسه معلومه شوې نه ده چي ايا هغوی دغه حرکات د موسيقۍ د آهنګ سره کوي که نه.

راځئ چي هغو حالاتو ته کتنه وکړو چي د رقص پر وخت زموږ په جسم کي ښکاره کيږي.

کله چي موږ موسيقي اورو نو پکښي زموږ د غوږونو تر څنګ زموږ دماغي نظام هم پکښي برخه وال وي. دماغ د اورېدل کېدونکي موسيقۍ په غبرګون کي داسي يو څه کوي چي له کبله يې موږ پوهيږو. د هغه وروسته د اورېدلو برخه زموږ د نقل او حرکت لپاره مسؤلې د دماغ د برخي يعني د موټراېرياز سره په شريکه کار کوي.

Türkei | Alevitische Muslime haben sich im Djemevi in Izmir versammelt
موسيقي او رقص په انساني کلتور کي آفاقي ديانځور: Idil Toffolo/Cover-Images/IMAGO

تحقيق کوونکو موندلې ده چي کله چي موږ بېله حرکت کولو څخه موسيقي واورو نو زموږ په دماغ کي هغه برخه روښانه شي کومه چي و بدن ته د حرکت ورکولو وظيفه لري. د موسيقۍ د تال او آهنګ محسوس کول زموږ په دماغ کي زموږ د اورېدنې لپاره مسؤلې او بدن ته حرکت ورکولو لپاره د مسؤلې برخي د ژور تعلق څرګندويي کوي. همدا وجه ده چي آن هغه انسانان چي د موسيقۍ زدکړه يې نه وي کړې خو د سندري په اورېدلو سره په چکچکو يا د لاسونو د ګوتو په ترپلو غبرګون ښيي. تحقيق موندلې چي ماشومان د څلور کلنۍ په عمر لا د موسيقۍ سره بلدېدل پېلوي. خو دا لا نه ده معلومه شوې چي ايا دا عمل پيدايشي وي او که زده کړی هنر وي؟

د ميک ماسټر پوهنتون د محقق ډينيل کېمرون په مشرۍ کي يوې ډلې موندلې ده چي د موسيقۍ تال که يې ږغ ډېر په زوره هم نه وي، انسانان و حرکت کولو ته هڅوي. 

Mittelmeer | Rettungsschiff Open Arms Uno
د موسيقۍ او رقص په هکله اټکل کيږي چي ټولنيز نژدېوالي کي مرسته کويانځور: Juan Medina/REUTERS

د رقص يون

تر اوسه پوري لا دا نه ده څرګنده شوې چي انسانان څنګه او ولي د موسيقۍ او رقص تمايلات لري. خو په دې تړاو يو شمېر نظريې او مفروضې موجود دي.

يو مشهور اټکل دا دی چي موسيقي او رقص د ټولنيزو اړيکو په ټينګولو او د انسانانو د سره نژدې کولو په ترڅ کي مرسته کوي. فکر کوي چي موسيقي او رقص په دې کي مرسته کوي چي د يوې ډلې غړي سره راټول شي او يو د بل سره بهتره همکاري وکړي.

محقق دينيل کيمرون د آلمان ږغ ته وويل: «کله چي موږ د يوې ډلې په توګه سره راغونډ شو، نو د هغو خلکو سره زيات ځان نژدې احساسوو د چا سره چي رقص کوو. د دغه ربط د معلومولو لپاره اول بايد دا وموندل شي چي انسانان ولي رقص کوي؟ خو د دغي پوښتني جواب موندل ډېر مشکل کار دی.»

افغان موسیقي ږغوونکي ته د اغا خان بنسټ د موسیقۍ جايزه ورکوله کيږي

په بريتانيا کي د آکسفورډ پوهنتون د ارتقايي نفسياتو پروفيسور رابن ډنبر په ۲۰۱۲ عيسوي کال يو کتاب وليکلی. هغه په دغه کتاب کي ليکلي دي: «امکان لري چي زموږ انسانانو شمېر ډېر زيات شوی وي او موسيقۍ په سره يوځای کېدلو او ګډ اوسېدلو کي راسره مرسته کړې وي. ښايي رقص له دې کبله راښکاره شوی وي چي موږ په پېښو کولو کي تر مخه لا ښه ؤ.»

Indien Parsen Parsi Gemeinschaft Religion Tradition
رقص په زياتو سيمو او کلتورونو کي د ژبي او خوراک په شان کلتوري عنصر دیانځور: AFP via Getty Images

د رقص تر شا د تقليد يا يو د بل د پېښو کولو لوی لاس دی. موږ اکثره هغه وخت رقص زده کوو کله چي نور انسانان په رقص کي ووينو او د هغوی تقليد کول پېل کړو. بعضي رقصونه داسي هم وي چي په طبيعت کي د حيوانانو يا نورو پديدو تقليد پکښي کيږي. په حيواناتو کي د کاکاټو په شان حيوانات د دې جوګه وي چي ښه تقليد وکړي او د اهنګ او تال سره همږغي کولای شي. دا ټول پر دې دلالت کوي چي نقل يا تقليد کول د رقص په موضوع کي مهم رول لوبوي.

ايا حيوانات رقص کولای شي؟

د کيمبرج پوهنتون کارپوهه پروفيسوره او رقاصه نکي کليټن و آلمان ږغ ته وويل: «بعضي حيوانات داسي وي چي په مشترکه توګه داسي حرکات کوي چي د رقص په شان معلوميږي.» هغې په دې ترڅ کي په مرغانو کي بيل رقصونه ياد کړل چي په ترڅ کي يې نرينه په رقص سره ماده ځان ته د مايل کولو هڅه کوي.

د نکي کليټن په وينا د دې سوال جواب چي ايا حيوانات رقص کولای شي که نه په دې پوري مربوط دی چي «موږ رقص څنګه تعريف کوو؟». که زموږ مقصد د موسيقۍ له آهنګ سره حرکات کول وي نو بيا د دغې کارپوهي په وينا جواب «هو» دی، ولي چي طوطيان، سمندري زمريان او يو شمېر نور حیوانات دا کار کوي.

په يو تازه تحقيق کي موندل شوي دي چي د شيمپينزي نسل بيزوګاني نه يوازي دا چي د موسيقۍ د آلې کيبورډ پر کليو آهنګونه ږغول زده کولای شي بلکه د دغو آهنګونو ږغ ته سر هم ښورول پېلوي. دغه حيوانات د تېز باران په صورت کي هم د «باران رقص» په نوم حرکات کوي.

ش ر / ا.ا./ن.ص.