1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریې ته بیرته ستنیدونکي مهاجر له کومو ننګونو سره مخ کیږي؟

۱۴۰۳ تیر ۱۴, پنجشنبه

سره له دې چې ترکیې او لبنان د سوريې د مهاجرو پر وړاندې خپل چلند ډیر سخت کړی دی، دوی بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو له پاره زړه نه ښه کوي. د دې له پاره دوی د سیاسي دلايلو ترڅنګ اقتصادي دلايل هم لري.

https://p.dw.com/p/4hsET
له لبنان څخه بېرته سوريې ته ستندېدونکي سوريايي کډوال
د سوریې کډوال د بیرته ستنېدنې په حال کېانځور: SANA/AFP


عبدالقادر باسماجې خپل هر څه له لاسه ورکړل: کله چې د ترکیې امنیتي ځواکونو د سوريې دغه مهاجر د روان کال په مارچ میاشت کې په استانبول کې ونیو او د اخراج مرکز ته يې انتقال کړ، حتی دومره فرصت یي نه درلودل چې د بانک له اتومات ماشین څخه خپل جمع کړي پيسې را وباسي.

څو ورځې وروسته دغه ۲۵ کلن ځوان د ترکیې او سوریې په شمال لویدیځ سرحد کې د اِدلیب سیمې ته واستول شو.  کله چې هغه وپوښتل شو چې د خپل کار، کور، دوستانو او زیرمه کړو پيسو له لاسه ورکول یې چا جبران کړل، نو په اصطلاح یوې «ترخې مسکا» سره یې ځواب ورکړ.

نوموړي په اِدلیب کې دویچه ویله ته وویل: «هیچا زما تاوان نه دی جبران کړی». هغه وویل یوازې دومره شوي چې ترکي چارواکو ترې د اخراجولو مصارف نه دي غوښتي، چې هغه هم باید ده ورکړي وای او بس. باسماجي دویچه ویله ته وویل چې که د بیرته ستنیدو مصارف يې درلودلی، نو بیرته استانبول ته تلی.

د بار وړونکو موټرو قطار چې له لبنان څخه سوريې ته ستنېدونکو سوريايي مهاجرو سامان لېږدوي
د سوریې کډوال د بیرته ستنېدنې په حال کېانځور: AFP

عبدالقادر باسماجي اوس بیرته سوریې ته استول شوی دی، له کوم ځایه چې لس کاله مخکې له خپل ټاټوبي حلب څخه له دې امله مهاجر شوی وو چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پر وړاندې یې په یوې مظاهرې کې ګډون کړی وو. هغه وویل چې یوازې همدوره پسې لري چې د نیول کیدو پر مهال ورسره نقدې په جب کې وې.

د نړیوال بحران ډلې (ICG) شنونکی نانار هاواچ، وایي: «د شدید اقتصادي کړکیچ، بندیزونو، د بیارغونې نشتوالی، اساسي او کاري خدماتو ته د نه لاسرسي په پام کې نیولو سره سوریې ته بیرته ستنیدل، د ډېرو پناه غوښتونکو له پاره صفري نقطې ته د بیرته ور ګرځیدلو په معنا دی.»

له ترکیې څخه اخراجونه

په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلیدو وروسته د سوریې شاوخوا ۳،۶ میلیونه اتباع ترکیې ته مهاجر شول، خو ټول بیا په دغه هیواد کې پاتې نه شول.

په دې وروستیو کې د بشري حقونو ډلې له ترکیې څخه په زوره د مهاجرو د اخراجولو او د ټولنې په کچه په پرله پسې ډول د مهاجرو پر ضد د مظاهرو او کمپاینونو رپوټونه ورکوي.

د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ راهیسې تر ۵۷۰۰۰ ډیر سوریایي مهاجر ادلیب ته اخراج شوي دي. دغه سیمه په سوریې کې د داعش او اپوزیسیونې ډلو وروستی قوي مرکز ګڼل کېدی.

د ۲۰۲۳م کال په فیبرورۍ کې شدیدې زلزلې د دې سیمې اقتصادي او بشري وضعیت چې لادمخه هم ډیر خراب وو، لاپسې بدتر کړ چې پایلې یې باسماجي هم احساسوي.

په دغه سیمه کې چې بې روزګاري په کې اوج ته رسېدلې ده، باسماجي هم نه دی توانیدلی چې ځانته دوامداره کار پيدا کړي. هغه دویچه ویله ته وویل چې اوس په ساختماني چارو کې د کارګر په توګه کار کوي: «خو دا له ستونزو څخه د وتلو له پاره کفایت نه کوي».

زيات شمېر سوريايي مهاجر قبرس کې هم شته
قبرس کې د سوریې کډوالانځور: picture-alliance/AP Photo/P. Karadjias

هغه نه شي کولی چې په حلب کې د خپلې کورنۍ خواته کډه شي، ځکه دغه ښار له ډیرې مودې راهیسې د سوریې د رژیم له خوا بیرته نیول شوی دی. هغه وویل: «په ښه حالت کې دوی ما په زوره جبري عسکرۍ ته مجبوره کوي چې هلته باید یا زه مړ شم او یا نور سوریایان ووژنم. او په بد حالت کې زه ورک کیږي او په زندان کې مړ کیږي.»

په سوريه کې تر ۴۲ کلنۍ د کم عمر لرونکي نارينه باید د یوې نامعلومې مودې له پاره پوځي خدمت وکړي. کارپوه هاواچ وویل: «عسکري مکلفیت نه یوازې دا چې د نارينه و د ژوند له پاره خطر دی، بلکې دا د کورنیو له پاره یې هم له اقتصادي پلوه یو فشار دی. ځکه د دوی د کورنۍ د نفقې ګټونکي عاید یوازې د خپل ځان ساتلو له پاره هم کفایت نه کوي.»

خو سره له دې اوس په دمشق کې د بیرته ستانه شوو کسانو د عسکري خدمت مکلفیت د لغوه کولو په هکله خبرې اترې روانې دي «دغه موضوع باید تر یوې اندازې د دوی انديښنې لیري کړي.»

خو سره له دې هم وضعیت خطرناکه دی، ځکه ډېرو سوریایانو د جګړې پر مهال خپلې شتمنۍ او ملکیتونه د ویجاړیدو، ضبط کیدو او اسنادو د ورک کیدو له کبله له لاسه ورکړي دي.

هاواچ دویچه ویله ته وویل، چې بیرته ستنیدونکي له ځانګړي خطر سره مخامخ دي. دغه خبره د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان په تکراري ډول کړې ده چې سوریه د بیرته ستنیدونکو له پاره تر اوسه پورې په کافي اندازه امنه نه ده.

د سوریې د بشري حقونو شبکې رپوټ ورکړی دی چې له ترکیې او لبنان څخه په خپله خوښه او یا په زوره خپل هیواد ته په زرګونو اخراج شوي سوریایان، له ستنیدو وروسته بندیان شوي دي.

هولیس جنیفر: ش.ن/ ن.ز

په لبنان کې د ډیرو سوریایي مهاجرو ماشومان مجبوره دي کار وکړي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب