1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغانستان ته به د کرونا واکسين په اوو مياشتو کې ورسېږي

۱۳۹۹ آذر ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې د کرونا واکسين لومړۍ محموله به تر راتلونکو اوو مياشتو پورې دغه هيواد ته ورسيږي. يو نړيوال ائتلاف او نړيوال بانک به افغانستان ته دغه واکسين برابر کړي.

https://p.dw.com/p/3mU6f
Deutschland Mainz | BioNTech SE | Pressebilder
انځور: BioNTech SE 2020, all rights reserved

د دغه وزارت وياند اکمل سمسور وويل چې افغانستان به دغه واکسين له دوو سرچينو ترلاسه کړي. د هغه په خبره د واکسین نړيواله ټلواله به د افغانستان د شل فيصده نفوس ته په دوو کلونو کي په شپږو پړاونو کې واکسين توزيع کړي او د هيواد د نور شل سلنه نفوس له پاره به نړيوال بانک د دوو کلو په موده کې دغه واکسين ورکړي.

د واکسين نړيوال ائتلاف د روغتيا نړيوال سازمان په نوښت رامنځته شوی څو بې وزله او لږ عايد لرونکي هيوادونه کرونا واکسين ته لاس رسی پيدا کړي.

د روغتيا وزارت په حواله به د کرونا واکسين لومړی هغو کسانو ته چې په ناوړه روغتيايي وضعيت کې وي او صحي کارکوونکو ته ورکړل شي.

د عامې روغتيا په وزارت کې د هغو کسانو د پيژندنې له پاره به يوه کمېټه جوړه شي چې د کرونا ویروس له کبله له ډېرو خطرونو سره مخامخ دي.

اړونده موضوع: په بریتانا کې د کرونا ضد واکسين تطبيق پیل شو

د وزارت په حواله افغانستان ته د دغه واکسين د انتقال له پاره نړيوال بانک د ۱۰۰ ميليونو ډالرو او د آسيا پراختيايي بانک د ۵۰ میليونه ډالرو مرسته کړې ده.

همد راز ویل شوي دي چې په افغانستان کې د دغه واکسين د ساتنې، د روغتيايي کارونکو د ظرفيت لوړولو، روغتيايي کارکوونکو ته د ځانگړې روزنې او همدا راز د خلکو د پوهاوي پروگرامونه پيل شوي دي.

سمسور د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان به له کومو شرکتونو څخه دغه واکسين ترلاسه کړي، وويل چې په پام کې ده چې د مودرنا شرکت او آکسفورد پوهنتون واکسين به افغانستان ته وارد شي.

نوموړي وویل تر کومه چې د واکسين د ساتنې خبره ده، نو د بیونتيک او فايزر شرکت واکسين د ساتنې له پاره منفي ۸۰ درجو ته اړتيا لري او د افغانستان د سردخانو يخچالونه د دغه واکسين د ساتنې وړتيا نه لري.

اړونده موضوع: د کرونا د بل واکسين جواز ته غوښتنليک وړاندي کيږي

د عامې روغتيا وزارت په افغانستان کې د کرونا د مریضانو د شمير له زياتيدو څخه خبرداری ورکړی دی او پر خلکو یې د ماسک د کارولو او د روغتيايي سپارښتونو د جدي رعايت غږ کړی دی.

دمگړۍ په ټوله نړۍ کې د کرونا په لسونه احتمالي واکسین تر آزموينو لاندې دي او د هغوی يو محدود شمير یې د آزموينې لومړي پړاونه تیر کړي دي. په بريتانيا کې د بيونتيک او فايزر شرکت واکسين جواز ترلاسه کړی دی او واکسيناسيون یې هم پېل شوی دی. په اروپا کې هم د دغه واکسين د کارولو له پاره غوښتنليک وړاندې شوې دی.

ب. ص/ ن.ز (شکيلا ابراهيم خيل)

زموږ له آرشيف څخه: