1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د برېښنا د کمښت ستونزه به څه وخت حل شي؟

۱۳۹۸ آبان ۱۴, سه‌شنبه

په افغانستان کې وخت نا وخت د ښارونو برېښنا قطع کیږي. کله نا کله د طالبانو او یا هم د باج اخیستونکو له خوا او یا د واورې ښویدنې په پایله کې د برېښنا پايې تخریبیږي چې دا کار د وارداتي بریښنا د پارچاوۍ سبب ګرځي.

https://p.dw.com/p/3SUwo
Afghanistan Kabul | Eröffnung des Umspannwerks "Arghandy-Kabul"
انځور: DW/G. Adeli

په کابل کې په تکراري ډول د برېښنا له قطع کیدو څخه د دغه ښار اوسیدونکي په تنګ شوي دي. د یاغیانو او باج اخیستونکو له لوري د برېښنا د پایو د تخریبیدو له کبله د کابل ښار برېښنا څو وارې قطع شوې ده.

د افغانستان د برېښنا ادارې د چارواکو په وینا دغه هیواد اوسمهال د داخلي تولید او وارداتي برېښنا څخه ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا لري. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د برېښنا اړتیا شا او خوا ۷۵۰۰ میګاواټه اټکلیږي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې افغانستان د بادي، اوبو او لمریزي ۶۵ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، خو اوسمهال یوازې ۲۰ سلنه برېښنا د افغانستان دننه تولیديږي او نور ۸۰ سلنه یې وارداتي برېښنا ده.

ښاغلي توحیدې له بهرنیو هیوادونو څخه د وارداتي برېښنا په هکله وویل: «د کابل او نورو ۱۱ ولایتونو د روښانولو له پاره۳۵۰ میګاواټه برېښنا د تاجیکستان او ازبکستان له هیوادونو څخه واردیږي. خو له دغو دوو هیوادونو څخه د برېښنا د واردولو مشخص میزان متغیر دی. د دغو دوو هیوادونو وارداتي برېښنا د کابل، میدان وردک، غزني، لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، پروان او لغمان ولایتونه هم روښانوي.»

پر دې سربیره افغانستان ۱۰۲ میګاواټه برېښنا له ترکمنستان او ۱۴۰ میګاواټه برېښنا له ایران څخه هم واردوي. د دغو دوو هیوادونو وارداتي برېښنا د هرات، بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونه روښانه کوي.

د برېښنا شرکت، د چارواکو په وینا په دې ترتیب افغانستان هر کال له ۲۲۰ میلیونه ډالرو څخه تر ۲۸۰ میلیونه ډالره پورې ګاونډیو هیوادونو ته د برېښنا د لګښت له کبله ورکوي.

د برېښنا د چارو پوه محمد فهیم صافي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې پر وارداتي برېښنا باندې متکي کیدل تیروتنه ده او باید د افغانستان دننه د برېښنا د تولید له پاره پانګونه وشي: «دا احتمال شته چې د سیاست په تغیر سره، ګاونډي هیوادونه افغانستان ته د بریښنا صادرول قطع کړي او دا د افغانستان د راتلونکي له پاره یو جدي ګواښ دی.»

د برېښنا شرکت ویاند وایي چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې د افغانستان دننه د برېښنا د تولید له پاره یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالر پانګونه کیږي چې تر ۲۰۳۰م کال وروسته به پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه تر ډیره راکمه شي.

توحیدي زیاته کړه: «اوسمهال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو مرکزونه د برېښنا له خدماتو برخمن دي، خو یوازې ۲۴ ولایتونه د بريښنا په ملي شبکه کې شامل دي.»

خو دغه معلومات په ډیر ندرت سره د افغانستان د خلکو له پاره قانع کوونکي دي. د کابل ښار یو اوسیدونکی رفیع الله، وایي چې نه یوازې د روښنایې له پاره د برېښنا له کمبود سره مخامخ دي، بلکې د موبایلونو د چارج کولو له پاره هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د برېښنا شرکت ویاند زیاتوي چې په پام کې ده تر ۲۰۲۲م کال پورې د ترکمنستان او ازبکستان د وارداتي مزو په وصل کیدو سره د افغانستان ټول ولایتونه د برېښنا په ملي شبکه کې شامل شي او د برېښنا خدماتو ته د خلکو لاس رسی له ۴۵ سلنې څخه ۵۵ سلنې ته لوړ شي.

غضنفر عادلي