1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا دوه روسي ديپلوماتان اخراجوي

۱۴۰۲ مهر ۱۵, شنبه

د متحده آيالاتو حکومت د دوو امريکايي ديپلوماتانو د اخراج په بدل کې دوه روسي ديپلوماتان له خپلې خاورې وباسي. دا په سپتمبر مياشت کې د دوی ديپلوماتانو ايستلو ته »ځواب« بلل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4XF7h
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت
د امريکا د بهرنيو چارو وزارتانځور: Tim Brakemeier/dpa/picture alliance

د امريکا متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي چې د روسيې د سفارت دوه استازي يې »نامطلوب کسان« بللي دي. نوموړي زياته کړې چې ياد وزارت به »زموږ د ديپلوماتانو سپکاوی د روسيې د حکومت له خوا ونه زغمي.««روسي هیکران د المان د برېښنا شبکې ته شدید خطر پیښولی شي»

روسيې په سپتمبر مياشت کې دوه امريکايي ديپلوماتان اخراج کړي ول. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وويل چې دغه دوه ديپلوماتان له روبرت شونوف سره »تړلي کسان« ول چې د روسيې په ولاديوستوک ښار کې يو پخوانی روسي کارکوونکی دی، چې د جاسوسۍ په تور په می مياشت کې ونيول شو. متحده آيالاتو د جاسوسۍ دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.بلینکن: روسیه په ټوله نړۍ کې د وسلو پیرلو په لټه کې ده

په تېرو کلونو کې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د ديپلوماتانو د ايستنې بېلابېلې پېښې وليدل شوې. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې يوې ژورې ته سره رسېدلې دي، په تېره د هغه وخت راهيسې چې روسيې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د اوکراين په وړاندې تهاجمي جګړه پيل کړه.