1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له افغانستانه د خپلو اتباعو د را ايستلو هڅه کوي

۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعه

د امریکا حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې د پاتو خپلو په لسونو اتباعو په ايستلو کې مرسته وکړي او هلته نيول شوي خپل وګړي آزاد کړي. د شمیرو له مخې دمګړۍ په افغانستان کې کابو ۱۷۵ امريکايي وګړي پاتې دي.

https://p.dw.com/p/4PAkd
Äthiopien | PK US Außenminister in Addis Abeba
انځور: Tiksa Negeri/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن د پنجشنبې په ورځ د کانګرس په يوه استماعيه غونډه کې وويل چې د ۲۰۲۱م په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې د امريکا حکومت له کابو ۹۷۵ امريکايي وګړو سره مرسته کړې څو له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي وويل چې دمګړۍ څه نا څه ۱۷۵ امريکايي اتباع په افغانستان کې دي چې له دوی څخه یې ځيني له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وتلو وروسته هلته تللي ول.

 زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

بلينکن په واشنګټن کې د استازو مجلس د بهرنيو چارو کميټې ته وويل: «له دوی څخه یې ۴۴ انتقاليدو ته چمتو دي او موږ یې د سفر له پاره چمتووالی نيسو.»

نوموړي زياته کړې چې یو شمیر امريکايي اتباع د طالبانو په ولکه کې دي. بلينکن وويل: «موږ د هغوی د آزادولو له پاره په هلو ځلو بوخت يو. د هغوی کورنيو له موږ غوښتي چې هويت يې پټ وساتل او پر قضيو یې په ښکاره خبرې ونه شي.»

اړونده موضوع: په افغانستان کې د امريکا د جګړې پای؛ بايدن یې لا له اغېزه نه دی وتلی

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په داسې حال کې چې امريکا او متحدين یې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په را ايستلو بوخت وو، په دويم ځل واک ته ورسېدل.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د ځواکونو د را ايستلو پروسه همدا راز د کابل په هوايي ډګر کې د يوه خونړي بريد  تر سيورې لاندې هم راغله چې په ترڅ کې ۱۳ امريکايي عسکر او لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

د امريکا د اپوزيسیون جمهوري غوښتونکي ګوند غړي چې د روان ميلادي کال له پېل راهېسې په استازو مجلس کې اکثريت لري، غواړي چې له افغانستان څخه له ګډوډۍ سره مل د تخلیې پروسه په بشپړه توګه وارزوي.

اړونده موضوع:جمهوري غوښتونکي له افغانستانه په بیړه د امریکا وتل څیړي

د بهرنيو چارو د کميټې مشر مايکل مک کاول د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو له وزير بلينکن څخه وغوښتل چې په کابل کې د امريکا د سفارت د هغه وخت رپوټ دې سملاسي نشر کړي. د رسنيو د رپوټونو پر اساس په کابل کې امريکايي دیپلوماتانو هغه وخت خبرداری ورکړی وو چې د امريکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې به د افغانستان حکومت په ډېره چټکۍ سقوط وکړي.

مک کاول بلينکن ته د دغه رپوټ د وړاندې کولو له پاره تر دوشنبې ورځې مهلت ورکړی دی. خو د بهرنيو چارو وزير دغه وړاندیز يا غوښتنه رد کړې ده او ويلي یې دي چې دا ډول رپوټونه بايد محرم وساتل شي.

ب. ص/ خ. ح (AFP)  

زموږ له آرشيف څخه: