1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جمهوري غوښتونکي له افغانستانه په بیړه د امریکا وتل څیړي

۱۴۰۱ دی ۲۴, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو په کانګرس کې جمهوریت غوښتونکو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په بیړه او وارخطایۍ سره د وتلو په هکله د تحقیقاتو پیلولو اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4MBcE
Afghanistan Kabul Flughafen
انځور: Shakib Rahmani/AFP/Getty Images

د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ نوي مشر مایکل مک کاول، «د سیمه ایز وخت مطابق» د جمعې په ورځ وویل چې له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن څخه یي یو لړ اسناد غوښتي دي چې په هغو کې د سیمي د وضعیت په اړه د استخباراتي ادارو رپوټ او له رادیکال اسلامپاله طالبانو سره د مکالمې او مذاکراتو جریان شامل دي.

په افغانستان کې د امريکا د جګړې پای؛ بايدن یې لا له اغېزه نه دی وتلی

مک کاول واضحه کړه، دا «بی بنسټه او د شرم وړ» خبره ده چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت په پرله پسې ډول له افغانستان څخه د خپلو خواکونو د ایستلو په هکله پوښتنې نه ځوابوي او په دې اړه یې معلومات پټ ساتلي دي.

هغه وویل چې که حکومت په دې برخه کې خپل مقاومت جاري وساتي نو د بهرنیو چارو کمیټه به له خپلو اختیاراتو څخه کار واخلي او که ضرورت پيښ شي، نو یوه لازمي کړنلاره یا «اجباري دعوا» به پرمخ یوسي.

سخت دریځه اسلامپاله طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د افغانستان پلازمېنه کابل تر خپل کنترول لاندې راوستله. د افغانستان حکومت چې لسګونه کلونه یې د لویدیځ له خوا په میلیاردونو ډالرو سره ملاتړ کیده، ړنګ شو.

د بی شمیره خلکو انځورونه چې له طالبانو څخه د تيښتې په هیله یي د کابل په هوایي ډګر کې په وارخطایۍ سره منډې وهلې او حتی ځینو یي ځانونه د امریکا په پوځي الوتکو پورې نښلولي ول، په ټوله نړۍ کې خپاره شول.

سربیره پر دې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۶ نیټه د کابل هوایي ډګر مخې ته بمي چاودنې چې په ترڅ کې یې ۱۳ امریکایي عسکر ووژل شول، هم امریکا متحده ایالات انديښمن کړل.

بايدن له افغانستان د وتلو په اړه انتقادي رپوټونه رد کړل

دا چې امریکايي ځواکونه دې له هغه وخت څخه چې مخکې پلان شوی وو، په واضح ډول په ډیرې بیړې سره له افغانستان څخه ووځي، تر جو بایډن مخکې د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ یي امر کړی و، خو جمهوري غوښتونکي له افغانستان څخه د وتلو په بهیر کې د ګډوډۍ وضعیت رامنځته کیدو پړه بیا پر دیموکرات بایډن ور اچوي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پورې د مک کاول، د دې اعلان په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو سره له دې هم د امریکايي رسنیو په حواله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کوي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته یي د کانګرس غړو ته د معلوماتو ورکولو له پاره تر ۱۵۰ ډیرې جلسې دایرې کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص