1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوه: له افغانستانه د عسکرو ايستل به «ستره سهوه» وي

۱۴۰۰ فروردین ۲۵, چهارشنبه

ځيني کارپوهانو له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او دا یې يوه «لويه غلطي» بللې ده. ولسمشر بايدن غواړي له افغانستان د خپلو ځواکونو په ايستلو سره د امريکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/3rzU6
Symbolbild Afghanistan USA Truppenabzug
انځور: picture-alliance/dpa

د امريکا متحده ایالاتو د بروکنګز بنسټ د څېړنو د برخې مشر او معتبر کارپوه مايکل اوهينلن له دويچه ويلې سره په خبرو کې د امريکايي ولسمشر جو بايدن پر هغه اعلان حيرانتيا څرګنده کړې چې غواړي د روان میلادي کال د سپتمبر تر ۱۱ نيټې پورې به چې په امريکا کې د سپتمبر د بريدونو له شلمې کلیزې سره سمون لري، له افغانستان څخه ټول امريکايي ځواکونه را وباسي.

نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې دا کار به طالبانو ته ګټه ورسوي او د افغانستان د سولې پروسه به سخته زيانمنه کړي.

هغه زياته کړه: «زه نه پوهيږم د بايډن اداره له دې تګلاره سره د څه د ترلاسه کولو هڅه کوي، خو زما په آند دا يوه «ستره سهوه» ده او په داسې يوه وخت کې طالبانو ته د واک واګي سپارل او د هغوی په ګټه عمل کول دي چې د سولې خبرې په لومړيو پړاونو کې قرار لري.»

نوموړي د سپتمبر د ۱۱ نيټې د يوه مهلت په توګه د ټاکلو په اړه وويل چې آيا له دې سره د امريکا موخه د دې کليزې لمانځنه او يا د هغو خلکو د لاسه ورکول لمانځل دي چې په دې ورځ وژل شوي ول.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «زه پرې واقعاً پوه نه شوم او زه یې په رښتيا مغشوش او حيران کړی يم.»

مايکل او هينلن همدا راز د افغانستان اوسني امنيتي وضعيت او د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنو ته هم اشاره وکړه. هغه وويل: «موږ ټول [د افغانستان د جګړې] ستړي شوي يوو، هلته پوځي ماموريت ترسره کول رښتيا هم سخت کار دی او د امريکا ماموريت هم ډېر ښه پر مخ نه دی تللی.»

خو هغه زياته کړه چې سره له دې هم حکومت پر ښارونو کنترول لري او د ښځو د حقونو او نجونو د تعليم په برخه کې پرمختګ شوی دی. د نوموړي په خبره په دې اړه هیله مندي وه چې ښايي د سولې پروسه کار ورکړي خو دا ټولې هیلې اوس له خطر سره مخامخ شوي دي.

USA Joe Biden | Erste PK im Weißen Haus
ولسمشر جو بايډن غواړي له افغانستانه د عسکرو په ايستلو سره د امريکا اوږده جګړه پای ته ورسويانځور: Chip Somodevilla/Getty Images/AFP

هغه پر دې پريکړه له سره پر غور کولو ټينګار وکړ او زياته یې کړه: «زه نه پوهيږم چې د غور کولو امکان یې شته او که نه خو زه دې ته د يوې داسې لحظې په سترګه ګورم چې موږ پکې په رښتيا يوه اوږدمهاله پايداره وضعيت ته د رسيدو پر درشل کې پريکړه کوو چې موږ ستړي او بېزاره شوي يو.» هغه زياته کړه: «زما په آند دا د تاسف وړ خبره ده.»

ولسمشر دونالد ترمپ د تېر کال په فيبرورۍ مياشت کې له طالبانو سره له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د اخراج په اړه تړون لاسليک کړی وو. د دې تړون له مخې ژمنه شوې وه چې که چېرې طالبان د القاعدې په څېر ډلو سره خپلې اړيکې پري کړي نو امريکايي ځواکونه به د روان کال د مي تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستانه وځي. خو واک ته د بايدن تر رسيدو وروسته هغه د دې هوکړې د ارزونې خبره وکړه.

همدا راز ترمپ ادارې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لاره هم هواره کړې وه خو دغه خبرې د ځنډ ښکار دي. په عين وخت کې په افغانستان کې تاوتريخوالي هم زور اخيستی دی.

له اخراجه به څوک ګټه پورته کړي؟  

په دې وروستيو کې هدفي وژنې او موټر بم بریدونه هم ډير شوي دي. د سه شنبې په ورځ هم په فراه کې يوه موټر بم بريد درې تنه ووژل. د امريکا د امنيتي سرچينو په حواله طالبان د افغان ځواکونو پر وړاندې د خپلې بريا په اړه ډاډه دي.

د بروکنګز بنسټ دا ياد کارپوه مايکل او هينلن همدې ته اشاره کوي او وايي چې د امريکايي ځواکونو اخراج به طالبان نور هم پياوړي کړي.

طالبانو پر بهرنيو ځواکونو د بیا بریدونو ګواښ وکړ

نوموړی همدا راز وايي چې له دې اخراجه ښايي ايران هم چې تل یې د امريکا د دې ماموريت د ناکامۍ هيله درلودله، ډېر خوښ شي.

هغه همدا راز پاکستان ته هم اشاره وکړه او ویې ويل چې پاکستان چې په تیرو کلونو کې يې ښايي له طالبانو سره مرسته کړي وي خو په حقيقت کې په افغانستان کې د داسې یوې ډلې واک ته رسېدل نه غواړي چې په خپل هيواد یې کې يو موازي ډله موجوده وي.

د نوموړي په خبره همدې ټولو فکتورونو ته په کتو سره بايد وويل شي چې افغانستان داسې یوه سيمه ده چې ټوله نړۍ پکې سره همکاري کولی شي که چېرې همدې روانې تګلارې ته دوام ورکړل شي.

ب. ص/ ن. ز (Nicolas Kumanoff)

زموږ له آرشيف څخه:

امریکا په منځني ختیځ کې په کومو هیوادونو کې پوځي اډې لري؟