1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

آیا المان په اوکراين کې د جګړې په یوه «اړخ» بدلیږي؟

۱۴۰۱ بهمن ۱۲, چهارشنبه

المان پریکړه کړې ده چې اوکراین ته جنګي ټانکونه واستوي. د نړیوالو حقونو کارپوهان اوس په دې اړه بحث کوي چې آیا دغه پریکړه المان په یوه «جنګي اړخ» بدلوي؟

https://p.dw.com/p/4Mx3D
Bundeskanzler Olaf Scholz beim Kampfpanzer Leopard 2 A6 der Bundeswehr
انځور: Björn Trotzki/IMAGO

د المان صدراعظم تر اوږدمهاله مخالفت وروسته تیره اونۍ اوکراین ته د لئوپارد-۲ ټانکونو د استولو اعلان وکړ. د روسیې حکومت په سمدستي توګه په دې اړه غبرګون ښکاره کړ.

د روسیې انټرفکس خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ، د کرملین ویاند دیمتري پسکوف د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د لوېدیځ متحدینو او اروپايي هیوادونو وروستۍ پریکړه په «شخړه کې مستقیم ګډون» وباله.

روسيه: اوکراین ته د ټانکونو ورکول جګړه نوي پړاو ته بیايي

دا دقیق هغه څه دي چې د المان صدراعظم اولاف شولڅ غوښتل ترې ډډه وکړي: د مسکو له لورې دا تور لګول کیدل چې المان اوس د اوکراین د جګړې یو له طرفونو څخه دی.

نوموړي یو وار بیا دغه تعبیر چې ګواکې المان په مستقیم ډول له روسیې سره په جګړه کې ښکیل شوی رد کړ. د المان صدراعظم د چهارشنبې په ورځ یوه الماني تلویزون سره په خبرو کې وویل: «نه مطلقاً نه! نباید د ناټو او روسیې ترمنځ کومه جګړه وجود ولري.»

خو داسې اندېښنې موجودې دي چې اوکراین ته د الماني تجهیزاتو استول او د اوکرایني سرتیرو روزنه، ممکن دغه هیواد د روسیې د بریدونو په مشروع او روا هدف بدل کړي.

اوکراين: پولند د ټانکونو د انتقال په لانجه کې پر آلمان فشار ډېر کړی

د «جګړې اړخ» حقوقي مفهوم د ۱۹ او ۲۰ پیړۍ د بین المللي حقونو څخه سرچینه اخلي: په یوه جنګي ګوند یا د جګړې رسمي اعلان یوې جګړې ته د داخلیدو او یا هم په ځانګړو جګړیزو عملیاتو کې په مستقیم ډول مشارکت سره ارتباط پیدا کوي.

په یوه جنګي چاپیریال کې قدم وهل المان د جګړې په یوه طرف بدلوي. د پوځي عملیاتو له پاره د استخباراتي اطلاعاتو برابرول او یا هم ځواکونو ته جنګي روزنه ورکول د خاکستري سیمې په توګه مشخص شوي دي، خو د وسلو لیږد ستونزه نه رامنځته کوي.

د درنو وسلو لیږد او خپله دفاع   

د ملګرو ملتونو سازمان په منشور کې راغلي دي چې «ټول غړي هیوادونه دې په نړیوالو ارتباطاتو کې له تهدید یا د ځمکنۍ بشپړتیا یا نورو هیوادونو د سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې له زور څخه استفادې یا بل هر ډول رفتار څخه چې د ملګرو ملتونو سازمان له اهدافو سره هم غږي نه لري، ډډه وکړي».

روسیې تیر کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین له برید کولو سره دا منشور نقض کړ. دغه منشور په ښکاره ډول بیانوي چې په دا ډول حالاتو کې ټول هیوادونه حق لري چې له خپل ځان څخه په مستقل ډول او یا هم په مشترک ډول دفاع وکړي.

د پوتين د احتمالي محاکمه کولو په اړه خبرې

الماني کارپوهان ادعا کوي چې روسیه یوازنې هیواد دی چې نړیوال حقونه یي تر پښو لاندې کړي دي. د ارلنګن- نورنبرګ په پوهنتون کې د بین المللي حقونو د چارو کارپوه پروفیسور مارکوس کرایوسکي د المان ARD تلویزون ته وویل: «هر توغندی چې روسیه یي اوکراین ته توغوي، د نړیوالو حقونو د نقضولو دوام دی.»

د المان د بهرنیو چارو وزیرې څرګندونې جنجالي شوې

یقیناً هغه څه چې له حقوقي تعریف څخه هم حیاتي ده، د وسلو له لیږد څخه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین برداشت او دې موضوع ته د هغه د غبرګون ډول دی.

هغه بحث چې د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک تر څرګندونو وروسته مطرح شوی دی، وښودله چې اوسمهال وضعیت تر کومې اندازې حساس دی. نوموړي د سه شنبې په ورځ د اروپايي شورا په غونډه کې د لویدیځو متحدینو ترمنځ د انسجام غوښتنه وکړه: «موږ له روسیې سره په جګړه کي يوو، نه یو له بل سره.»

د دغو کلیمو انتخاب ډیره غوغا راپورته کړه، د لویدیځ سیاستوالو محتاطانه ټینګار کړی دی چې د اوکراین ملاتړ په دې معنی نه دی چې دوی د جګړې یو اړخ دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا، د جمعې په ورځ په مسکو کې د المان له سفیر څخه په برلین کې د «ضد و نقیض» څرګندونو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه. هغې وویل چې المان له یوې خوا ویلي دي چې د اوکراین په جکړه کې یو اړخ نه دی، خو له بله اړخه بیا بیربوک ویلي دي چې اروپایي هیوادونه له روسیې سره د جګړې په حال کې دي. زاخاروا په تلګرام شبکه کې لیکلي دي: «آیا هغوي پخپله پوهیږي چې د څه په هکله خبرې کوي؟»

حتی که المان او ټول لویدیځ متحدین یي د نړیوالو حقونو له نظره په یوه ډاډمن ځای کې قرار لري او په جګړه کې طرف نه دي، اوس د درنو وسلو استولو له کبله په مخ پر ډیریدونکي ډول د روسیې د تبلیغاتو په مقابل کې واقع شوي دي. پوتین په تیرو وختونو کې د نړیوالو حقونو له پاره چندانې حقوقي توجه نه درلوده او دا لیري نه ده چې په راتلونکي کې به هم همداسې اوسي.

Goldenberg-Huang, Rina: SN.NZ