1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له عراق څخه خپل عسکر باسي

۱۴۰۰ فروردین ۱۹, پنجشنبه

امريکا له عراق څخه د پاتې امريکایي عسکرو پر وتلو توافق کړی دی. د دواړو هيوادونو په ګډه اعلاميه کې راغلي دي چې د عسکرو د وتلو نېټه به په فني مذاکراتو کې مشخصه شي. عراق بيا د امريکايي اډو د ساتنې ژمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3riCo
Symbolbild: USA ziehen Truppen aus dem Irak ab
انځور: picture-alliance/R. Haake

امريکا متحده ایالاتو او عراق توافق کړی دی چې د امريکا پوځي ځواک او د داعش ضد ائتلاف کولی شي چې له دغه هيواد څخه ووځي. خو د دې ځواکونو د ایستلو نېټه نه ده مخشصه شوې. 

واک ته د جو بايدن تر رسیدو وروسته د عراق او امريکا په لومړيو مذاکراتو کې دواړو هيوادونو تائيد کړې ده چې د عراق پوځ د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د دواړو اړخونو ترمنځ د ترسره شويو خبرو اترو وروسته د چهار شنبې په ورځ په خپره شوې اعلاميه کې ټینګار شوی دی چې امريکایي ځواکونه او داعش ضد ائتلاف به د عراقي عسکرو د روزنې او مشاورت دنده پر غاړه ولري او په دې توګه به پاتې جنګي ځواکونه تر هغه وخت په عراق کې پاتي وي څو یې په فني مذاکراتو کې د وتلو نېټه مشخصه شي.

له عراق څخه د امريکايي عسکرو د وتلو اعلان په داسې حال کې کيږي چې په ایران پورې تړلي شيعه مليشې کابو هره ورځ په عراق کې پر امريکایي عسکرو د توغنديو بریدونه کوي او همدا څه لامل شول چې جو بایدن په سوريه کې په ایران پورې پر تړلو ډلو د هوايي بريدونو امر صادر کړي.

اړونده موضوع: د عراق يوې محکمې د ترمپ د نیولو امر کړی

خو عراق له امريکا متحده ايالاتو او ایران سره په خپلو اړيکو کې د يوه باريک انډول په ساتلو توانیدلی دی. په ۲۰۲۰م کال کې د امريکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په امر  په بغداد کې د قاسم سليماني تر وژلو وروسته، د عراق حکومت له خپل هيواد څخه د امريکایي عسکرو د ايستلو غوښتنه تکرار کړه.

خو بايدن اوس د هغه څه د ختمولو په لټه کې دی چې پخواني ولسمشر دونالد ترمپ «نه ختميدونکې جګړه» بللې وه. دې چلن ته د ادامې په موخه بغداد او واشنګټن اوس توافق کړی دی چې د داعش پر ضد مبارزه به د عراق پوځ کوي.

د عراق دولت بيا د دې په مقابل کې ژمنه کړې ده چې په دغه هيواد کې د امريکا د پوځي اډو حفاظت او امنيت به تضمينوي.

زموږ له آرشيف څخه: