1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بغداد: امریکايي ځواکونو ته نژدې دوه توغندي لګيدلي

۱۴۰۰ فروردین ۱۵, یکشنبه

د عراق په پلازمينه بغداد کې د امریکايي ځواکونو يوه مرکز ته نژدې دوه توغندي لګيدلي دي. له کله چې جو بایدن د امریکا د ولسمشر په توګه په کار پيل کړی دی، دا څلويښتم توغندی دی چې عراق کې پر امريکايي تاسيساتو ويشتل کیږي.

https://p.dw.com/p/3rZiQ
Abu Ghraib Gefängnis in Baghdad
د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo

له بغداد څخه د فرانسې خبري آژانس د يوې امنيتي سرچينې له قوله ليکي چې د يکشنبې ورځې (د اپريل ۴مه) توغندي په داسې حال کې توغول شوي چې عراق درې ورځې وروسته له واشنګټن سره نوې «ستراتيژيکې خبرې اترې» پيلوي.

ويل شوي چې دغو توغندیو کوم ځاني او مالي زیان نه دی اړولی او تر اوسه يې مسئوليت هم چا نه دی منلی. خو امریکا متحده ایالات په عراق کې پر خپلو ځواکونو او ديپلوماتانو باندې دا ډول بریدونه د ايران کار بولي.

له کله چې جو بایدن په جنوري کې د امریکا ولسمشر شوی، دا په عراق کې د امریکا ضد څلويښتم توغندی دی چې توغول کيږي. دغه بریدونه د امریکايي ځواکونو، د امریکا سفارت او بهرنيو ځواکونو ته د عراقي اکمالاتي کاروانونو په شمول، پر امريکايي تاسیساتو شوي دي. په دغو بریدونو کې تر اوسه ۲ امریکايان او يو ملکي عراقی وژل شوي دي.

شنونکي ځينې وخت وايي چې دغه بریدونه د هغو ایراني پلوه سازمانونو له خوا ترسره کيږې چې له ډير وخت راهیسې په عراق کې حضور لري.

په عراق کې يوه ایراني پلوه ډله د حشد الشعبي ډله ده. د دغې ډلې يوه مهم غړي، قیس الخيز علي، په وروستيو کې ويلي وو چې د دوی مقاومت به تر هغه وخته چې ټول امریکايي ځواکونه له عراق څخه وتلي نه وي، ادامه ولري.

ak/sbh/par/fz/mks/mns

زموږ له آرشيف څخه يو انځوریز البوم: