1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد او میلر له باجوه سره لیدلي دي

۱۳۹۹ مهر ۱۸, جمعه

زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو ماموریت قوماندان په اسلام آباد کې د پاکستان له لوي درستیز سره لیدلي دي او له جنرال باجوه او عمران خان څخه یې مننه کړې ده چې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې یې مرسته کړې.

https://p.dw.com/p/3jfVC
US-Politiker Zalmay Khalilzad
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت، قوماندان جنرال سکات مېلر تر دې دمخه دوحې ته سفر کړی وو او هلته یې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي وو.

پاکستان ته د خلیلزاد سفر په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ ویلي دي چې غواړي د کرسمس تر پایه له افغانستانه خپل ځواکونه راوباسي.

په اسلام آباد کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې زلمي خلیلزاد او جنرال سکات میلر د اکتوبر پر اتمه نېټه د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې په غونډه کې زلمي خلیلزاد «یو ځل بیا له لومړي وزیر خان، او جنرال باجوه څخه د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګ په برخه کې د مرستې له کبله مننه وکړه.»

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې خلیلزاد او جنرال باجوه «پر دې موافقه ول چې مستقیم بین الافغاني مذاکرات په افغانستان او سیمه کې سولې ته د رسیدو له پاره یو تاریخي فرصت دی، دغه فرصت باید ضایع نه شي او د تیر وخت تیروتنې تکرار نه شي.»

امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په فبرورۍ میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یوه توافقنامه لاسلیک کړه. په دغه توافقنامه کې په تدریجي ډول له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل او ځینو نورو موضوعاتو سربیره له افغان حکومت سره د خبرو اترو د پیلیدو یادونه هم شوې ده، چې د سپتمبر له ۱۲مې نېټې راهیسې دغه مذاکرات پېل شوي، خو لا تر اوسه هم د مذاکراتو په طرزالعمل کوم توافق نه دی شوی.

خلیلزاد په دوحه کې له اشرف غني سره تر ملاقات وروسته د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي وو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ډیره لوړه ده او په دې کې بايد د پام وړ کموالی راشي.

په اسلام آباد کې د متحده ایالاتو د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې هم راغلي دي چې خلیلزاد، جنرال میلر او جنرال باجوه په داسې حال کې چې د سولې مذاکرات روان دي په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ کمښت پر اړتیا باندې ټینګار کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د سه شنبې په ورځ د دوحې د سفر پر وخت پر طالبانو غږ وکړ چې «زړورتيا دې وښيي» او د اوربند اعلان دې وکړي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل