1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ يوه توافق ته هيله من دی

۱۳۹۹ مهر ۱۷, پنجشنبه

د افغان سولې له پاره د امريکا ځانګړي استازي هيله څرګنده کړې ده چې د افغانستان حکومت به له پاکستان سره يوه جانبي تړون ته ورسيږي. له طالبانو سره د پاکستان ادعا شوي ملاتړ د دواړو هيوادونو اړيکي اغیزمنې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3jcGX
US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د قطر په پلازمينه دوحه کې د وسله والو طالبانو د استازو او افغان حکومت ترمنځ خبرې اترې چې د سبتمبر پر ۱۲نيټه پیل شوي دي، ډېر په کرار پر مخ رواني دي.

د افغانستان د سولې له پاره امريکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمی خليلزاد، چې دمګړۍ په خبرو کې د ښکيلو لورو سره د خبرو په موخه په دوحه کې دی، ويلي چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د دغه هيواد د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه دواړو د ديپلوماسۍ په برخه کې ډېره «مرسته» کړې ده.

نوموړي چې له دوحې څخه یې د امريکا متحده ايالاتو د شيکاګو پوهنتون پيرسون انستيتويت يوې غونډې ته د ويډيو له لاري خبرې کولې، وويل: «موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د يوه تواقق د رامنځته کولو په لټه کې يوو چې د داخلي سولې تکميلونکی واوسي.»

نوموړي زياته کړه: «دواړه هيوادونه به پر دې توافق وکړي چې پرې به نږدي چې ترهګرې ډلې یې خاوره د بل پر ضد وکاروي او يا د بل امنيت زيامن کړي.»

پاکستان د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون هرکلی کړی چې متحده ایالاتو پکې پر نورو سربیره ويلي چې دوی به د «افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ بحثونو ته لاره هواروي.»

خو انتقاد کوونکي په ځانګړې توګه په افغانستان او د پاکستان په تاريخي دښمن هند کې بيا پر اسلام آباد د دوه مخې لوبې تور لګوي او وايي چې د دغه هيواد پوځ او استخبارات اوس هم په افغانستان کې د خپل نفوذ له پاره د طالبانو د زور زیاتي ملاتړ کوي.

خو خليلزاد چې تيره مياشت یې اسلام آباد ته سفر هم کړی وو، وويل چې هغه په دې تړون کې د پاکستان له پاره اقتصادي هڅونه هم ويني او پاکستان چې تل د انرژۍ د کمښت له ستونزې سره لاس او ګريوان وي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له تړون سره کولی شي له منځنۍ آسيا څخه چې په بريښنا غني ده، انرژي وارده کړي.

خليلزاد په خپلو خبرو کې زياته کړې: «په افغانستان کې د سولې ټينګښت اقتصادي دلايل هم لري چې سيمې ته به بدلون ورکړي.»

د زلمي خليلزاد دا نرمه لهجه د خپل متحد پاکستان سره د څو کلونو ترنګلتياو وروسته ليدل کيږي. نوموړی په دې لټه کې دی چې ټول نقش لرونکي د افغانستان د سولي د پروسې ملاتړ وکړي.

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ په ۲۰۱۸م کال کې پر پاکستان خپل ۳۰۰ میليونه ډالر مرسته په دې دليل راکمه کړې وه چې دغه هيواد پر ترهګرۍ سره په مبارزه کې پاتې راغلی دی.