1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

يو امريکايي شمالي کوريا ته تر داخليدو وروسته نیول شوی

۱۴۰۲ تیر ۲۷, سه‌شنبه

د رپوټونو پر اساس په شمالي کوريا کې يو امريکايي تبعه د دغه هېواد خاورې ته تر داخليدو وروسته نيول شوی دی. ويل شوي چې دغه سړی د يوه سرحدي کلي د سېل پر وخت له پولې اوښتی دی.

https://p.dw.com/p/4U5YG
د شمالي کوريا او جنوبي کوريا ترمنځ پوله
د شمالي کوريا او جنوبي کوريا ترمنځ پولهانځور: picture-alliance/dpa/EPA/Jeon Heon-Kyun

د ملګرو ملتونو قوماندې د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې يو امريکايي تبعه د جنوبي کوريا له سرحده تېر شوی دی او شمالي کوريا ته داخل شوی دی.

ملګرو ملتونو قوماندې له خوا چې د کوريا ټاپو وزمه د امنيت ساتنې مسئوليت پر غاړه لري، ويل شوي چې دغه سړی له اجازې پرته شمالي کوریا ته داخل شوی دی او دمګړۍ په توقيف کې دی.

اړونده موضوع: شمالي کوریا: امریکا جنوبي کوریا اټومي جنګ ته ټیل وهي

تر اوسه څومره معلومات لرو؟

دغه امريکايي وګړی د «ګډې امنيتي سيمې» چې انګلسي لنډیز یې «جی اس ای» دی، په سياحت بوخت وو. دا سرحدي کلی په هغه غير نظامي ساحه کې پروت دی چې شمالي کوريا او جنوبي کوريا سره جلا کوي او د دواړو هېوادونو عسکر ترې ساتنه کوي. دواړه هېوادونو اوس هم په رسمي توګه له يو بل سره د جنګ په حالت کې دي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د ملګرو ملتونو ځواک د شمالي کوريا پوځ ته په اشارې سره وويل: «موږ فکر کوو چې هغه دمګړۍ د [شمالي کوريا] په توقيف کې دی او موږ د شمالي کوريا د پوځ سره د دې مسئلې د حلولو په موخه په تماس کې يو.» 

ګډه امنيتي ساحه چې پانمونيوم هم نومیږي د سيالانیانو د خوښې ځای دی. هره ورځ په سونه کسان د دې ساحې له هغې برخې ليدنې کوي چې د جنوبي کوريا غاړې ته پرته ده.

د امريکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر دونالد ترمپ هم د شمالي کوريا له واکمن کم جونګ اون سره په ۲۰۱۹م کال په پانمونيوم کلي کې ليدلي ول او حتی د شمالي کوريا په خاوره کې یې هم يو څو قدمه ايښې ول.

د سه شنبې د ورځې دا سرغړونه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې د شمالي کوريا او جنوبي کوريا ترمنځ اړيکې خړې پړې دي او د دواړو لوريو ترمنځ ديپلوماتيکې هڅې په ټپه ولاړې دي. 

شمالي کوريا ته د جنوبي کوريا او يا امريکايي اتباعو د داخليدو پېښې نادرې دي. خو په همدې حال کې په ۱۹۵۳م کال کې د کوريا د جګړې پای ته له رسېدو راهېسې د شمالي کوريا تر ۳۰ زرو ډېر وګړي په خپل هېواد کې په سياسي توګه د سرکوبه کیدو او اقتصادي ستونزو له کبله جنوبي کوريا ته تښتېدلي دي.

اړونده موضوع: «د شمالي کوریا په اټومي تاسیساتو کې پراخ فعالیتونه لیدل شوي»

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د سفر په لارښود کې امريکايي وګړو ته ويل شوي دي چې د «امريکايي اتباعو د نيول کیدو او اوږد توقيف د دوامداره جدي خطر» له کبله دې شمالي کوريا ته له داخليدو ډډه وکړي.

پر دې توصيه تر هغه وروسته نور هم ډېر ټينګار کیږي کله چې يو امريکايي محصل اوټو وارمبېر، په ۲۰۱۵م کال کې د شمالي کوريا د چارواکو له خوا ونيول شو. وارمبير په ۲۰۱۷م کال کې د کوما په حالت له زندانه تر آزاديدو څو ورځې وروسته په امريکا کې ومړ.

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters) 

زموږ له آرشيف څخه: