1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلمان د وسلو جوړولو شرکت د مشر د وژلو پلان شنډ شوی»

۱۴۰۳ تیر ۲۲, جمعه

د امريکايي رسنيو په حواله د دغه احتمالي پلان هدف د راين ميټال په نوم د آلمان د وسلو جوړولو شرکت مشر وو. دغه شرکت اوکراين ته د توپخانې مرمۍ او ټانکونه ورکوي.

https://p.dw.com/p/4iE0V
د آلمان د راين ميتال شرکت مشر ارمين پاپېرګر له يوه آلماني عسکر سره
د آلمان د وسلو د شرکت راين ميتال د وژنې پلان شوی دیانځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

امريکايي رسنيو د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د روسيې له خوا د روان میلادي کال په سر کې د آلمان د وسلو جوړولو يوه مخکښ شرکت د اجرايوي مشر د وژلو احتمالي پلان د آلماني او امريکايي چارواکو له خوا شنډ کړل شوی دی.

د سي ان ان شبکې د پنځو سرچينو په نقل قول چې د آلمان د حکومت يو لوړپوړی چارواکی هم پکې شامل دی، رپوټ ورکړی دی چې د راين ميټال اجرايوي رئيس آرمين پاپېرګر، اوکراين ته د وسلو د ورکړې له کبله هدف وو.

د رپوټ په حواله د امريکا استخباراتي ادارو د آلمان اړوندو ادارو ته د دې پلان په اړه معلومات ورکړي ول چې هغوی بیا د پاپېرګر، د ساتنې په موخه تدابير ونيول.  

نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم د دې پلانونو په اړه د لویدیځ د څو چارواکو په حواله رپوټ ورکړی دی. د بريتانيا فاېننشل تايمز هم د ناټو د ديپلوماتو په حواله دا خبر نشر کړی دی.

د سي ان ان شبکې په حواله کريملن د اروپا د وسلو د صنعت د هغو څو مخکښو مشرانو د وژلو يوه لړۍ پلان کړې وه چې شرکتونه یې د اوکراين له وسله والو ځواکونو سره مرسته کوي.

خو ويل کيږي چې پر پاپېرګر، د بريد پلان د نورو له هغې ډېر پرمختللی وو.

د آلمان د وسلو جوړولو شرکت راين ميتال (Rheinmetall) پر دې رپوټ کومه تبصره نه ده کړې. دې شرکت خبري آژانسونو ته په ليږل شوې اعلاميه کې ويلي دي چې له امنیتي چارواکو سره په منظمه مشوره «تل اړين تدابير په پام کې نيول کيږي.»

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟

پاپېرګر، د فرانکفورتر الګېمانه (FAZ) ورځپاڼې د جمعې ورځې په ګڼه کې ويلي دي چې دی په دې آند دی چې په اوکراين کې به جګړه په راتلونکو مياشتو کې هم ادامه ولري او تمه لري چې په ۲۰۲۴م کال کې به یې خرڅلاو تر ۴۰ فيصدو لوړ شي.

هغه وويل: «روسیې خپل ټول صنعتي امکانات د جګړې د وخت پر اقتصاد اړولي دي. دا ښايي تل همداسې دوام پيدا کړي.»

«د روسیې د دښمنۍ کمپاين»

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ، په واشنګټن کې د ناټو په سرمشریزه کې د خبرو اترو په ترڅ کې پر دې رپوټونو له تبصرې ډډه وکړه. خو نوموړي وويل چې روسیې د سايبري بريدونو او زهرو ورکولو په ګډون «د ناټو د متحدينو په وړاندې له دښمنۍ ډکو کړنو يوه نمونه وړاندې کړې ده.»

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت مشاور جان کيربي، وويل چې هغه د «استخباراتي خدماتو د معاملو» په اړه نه شي غږيدلای، خو ویې ویل چې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین، په دې آند دی چې «د لویدیځ له خوا له اوکراين سره مرسته هغه يوازني څه دي چې جګړه پسې غځوي.»

د آلمان غبرګون؟

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، هم چې کله د ناټو په غونډه کې په دې تړاو وپوښتل شو، نو نوموړي له تبصرې انکار وکړ. خو شولڅ هم وويل چې حکومت یې په هغو ځينو ګواښونو خبر دی چې ورته متوجې شوې ول.

خو د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، بيا د ناټو د سرمشريزې په څنډه کې دا خبره ومنله چې روسیه د اروپايي متحدينو پر وړاندې «يوه هايبريډ يا دوه رګه يرغلیزه جګړه» پر مخ وړي.

نوموړې وويل چې د روسیې دا ډول کمپاين «يو ځل بيا پر دې تاکید کوي چې موږ د اروپايانو په توګه دې ته اړتيا لرو چې د امکان تر حده په ګډه خپل ځان وساتو او باید ساده نه واوسو.» 

د آلمان د کورنیو چارو وزارت له خوا دويچه ويله ته وويل شول چې د سی ان ان پر رپوټ تبصره نه شي کولی، خو زياته یې کړه چې د روسیې له ګواښونو به ونه «ډار» شي او دا چې: «دا يوه عمومي قاعده ده چې د آلمان حکومت د روسیې له رژیم څخه متوجې ګواښونه ډېر جدي نیسي.»

وزارت همدا راز زياته کړې ده: «زموږ امنيتي چارواکي ډېر ځيرک دي او زموږ له نړيوالو شريکانو سره په ژوره همکارۍ اړونده عمل کوي.»

راين ميتال څرنګه شرکت دی؟

راين ميتال په آلمان کې د وسلو جوړولو له سترو شرکتونو څخه يو او د اروپا پنځم ستر شرکت دی. دې شرکت په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراين د روسیې د يرغل په ترڅ کې د توپخانې او ټانک د مرميو توليد لوړ کړ.

د ۲۰۲۳م کال په می میاشت کې دې شرکت د اوکراين د وسلو جوړولو د دولتي شرکت « Ukroboronprom» سره د ګډې پانګونې اعلان وکړ، څو په اوکراين کې دننه د جګړې ليکې ته څيرمه ټانکونه جوړ او ترمیم کړي. 

د روسیې پخواني ولسمشر ديمتري مدويديف، چې د پوتین يو نږدې متحد دی، ويلي ول چې روسيه به په اوکراين کې د راین ميتال تاسيسات په نخښه کولو سره غچ واخلي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters, dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب