1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال میلي: طالبانو له القاعدې سره خپلې اړيکي نه دي پرې کړي

۱۴۰۰ مهر ۷, چهارشنبه

امريکايي جنرال مارک میلي ويلي دي چې دوی جو بايډن ته په افغانستان کې د يو شمیر ځواکونو د پريښودو مشوره ورکړې وه. نوموړي همدا اندېښنه څرګنده کړې ده چې طالبانو له القاعدې سره خپلې اړيکي نه دي پرې کړي.

https://p.dw.com/p/412Ip
Washington Anhörung des Senatsausschusses für Streitkräfte zu Afghanistan
انځور: Semansky Patrick/abaca/picture alliance

د امريکا لوې درستيز مارک میلي او د امريکا د مرکزي قومندې مشر جنرال کينيت مک کينزي ويلي دي چې دوی شخصاً په افغانستان کې د شا او خوا ۲۵۰۰ عسکرو د پاتېدو سپارښتنه کړې وه.

نوموړي دا څرګندونې د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو کميټې ته له افغانستان څخه د ځواکونو د راايستلو او د کابل په هوايي دګر کې د ګډوډۍ په تړاو د پوښتنو ځوابولو پر وخت چې شپږ ساعته یې دوام وکړ، وکړې.

د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتي څانګې مشرې جين پساکي تر دې غونډې وروسته وويل چې ولسمشر جو بايدن په دې اړه چې په افغانستان کې څرنګه پرمخ ولاړ شي، «ویشل» شوې مشورې ترلاسه کړي وې. هغې زياته کړه: «خو د حتمي پريکړې نيول بيا د پوځ د مشر کار دی. هغه تصميم ونيو چې اوس د شل کلنې جګړې د ختمولو وخت را رسېدلی دی.»

له ميلي څخه چې د ځينو جمهوري غوښتونکو استازو له خوا د استعفا غوښتنه یې رد کړه، وپوښتل شول چې آیا د ځواکونو د راايستلو او همد راز د افغانانو د تخليې پر وخت ګډوډي چې په دې ترڅ کې بمي بريد ۱۳ عسکر ووژل، د امريکا اعتبار ته زيان رسولی دی؟ نوموړي په دې اړه وويل: «زما په آند په ټوله نړۍ کې د متحدينو سره زموږ اعتبار او همدا راز له مخالفينو سره په کلکه څارل کيږي څو وګوري چې دا څه کوم لوري ته روان دي او زما په آند د «زيان» ټکی ورته کارول کیدلی شي.»

Washington Anhörung des Senatsausschusses für Streitkräfte zu Afghanistan
انځور: Sarahbeth Maney/AP/picture alliance

جنرال ميلي په دې ترڅ زياته کړه چې «طالبان يوه ترهګره ډله وه او ده او هغوی اوس هم له القاعدې سره اړيکي نه دي شلولي، چا چي د سبتمبر د ۱۱ نیټې بريدونه په افغانستان کې طرحه کړي ول.«

نوموړي زياته کړه: «اوس بايد وليدل شي چې آیا طالبان به قدرت ټینګ کړای شي او که نه او يا دا چې هيواد به په يوه بله کورنۍ جګړه کې ښکيل شي.» هغه زياته کړه: «خو موږ بايد امريکايان له هغو بريدونو څخه وساتو چې سرچينه يې له افغانستان څخه وي.»

«له افغانستانه د افغانانو او امريکايانو د راايستلو بهير يو ناورين وو»

مارک ميلي په سنا مجلس کې په خپلو خبرو کې زياته کړه: «د بیرته پر پښو درېدلې القاعده شبکې يا داعش پر امريکا د بريدونو هيلي، «يو ډېر واقعي امکان» دی، خو «د هغوی د وړتيا تعينول تر وخت مخکې خبره ده.»

د امريکا د دفاع وزير اوستن هم په سنا مجلس کې څرګندونې وکړې. نوموړي وويل چې امريکا متحده ایالاتو «د افغانستان د امنيتي ځواکونو کمزورې رهبري او پکښې ژور فساد په بشپړه توګه نه وو درک کړی.»

بايدن: پريکړه مي د امريکايانو د ژوند ژغورني له پاره وه

هغه زياته کړه: «موږ د يوه دولت په جوړولو کې مرسته وکړه. خو نه مو شوای کولی يو ملت جوړ کړو.» اوستن وويل: «دې حقيقت چې زموږ او زموږ د متحدينو له خوا روزل شوی ځواک په دومره آسانۍ سره له منځه ولاړ، په ډېرو مواردو کې آن پرته له يوه فايره، موږ ټول ډېر حیران کړو. بل ډول ادعا کول به يو خيانت وي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)