1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریې په حماه ولایت کې د اسرائیلو د هوایي برید خبر ورکړی

۱۴۰۱ فروردین ۲۱, یکشنبه

سوریې ویلي چې د حماه ولایت پر مصیاف ښار د اسرائیلو د هوايي بریدونو پر مهال یي د توغندیو د هوایي دفاع سیستم په وسیله یو شمیر توغندي خنثی کړي. ویل کیږي چې هلته د سپاه پاسداران او د لبنان د حزب الله ځواکونه مستقر دي.

https://p.dw.com/p/49iii
Israel | Militärübung
انځور: Sra Jerreht Harris/Planetpix/Sra /ZUMA Wire/imago images

د سوریې دولتي خبري آژانس «سانا» د شنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۹ نیټه) د دغه هیواد په حماه ولایت کې د دولت تر کنترول لاندې پر مرکزونو د اسرائیل د هوایي بریدونو خبر ورکړی دی. نوموړي خبري آژانس د یوې پوځي سرچينې په حواله رپوټ ورکړی دی چې «اسرائیلو د لبنان له شمال څخه یو هوایي برید ترسره کړی دی او په مرکزي سیمو کې یې پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.»

نوموړي خبري آژانس همدارنګه ویلي دي چې د سوریي د هوایي دفاع سیستم فعاله شوی او د حماه ولایت په فضاء کې یي یو شمیر توغندي خنثی کړي دي. د دغه رپوټ پر بنسټ د دغو بریدونو له امله د اوښتي زیان په هکله څیړنې روانې دي.

د سانا د رپوټ پر بنسټ اسرائیل معمولاً په سوریې کې د شپې په تیاره کې حمله کوي، خو د شنبې ورځې برید په داسې وخت کې ترسره شو چې رڼا وه، یعنې د سیمه ایز وخت مطابق د مادزیګر په شپږو بجو او ۴۵ دقیقو ترسره شوی دی.

اسرائیل په رسمي ډول د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی

د «اسرائیل ټایمز» ورځپاڼې هم لیکلي دي چې سوریه وار په وار ادعا کوي چې د اسرائیلو توغندي یي په هوا کې خنثی کړي دي، خو د پوځي چارو شنونکي دا ډول ادعاوې ردوي.

د دې ورځپاڼې په حواله اسرائیل معمولاً په سوریې کې د خپلو بریدونو په اړه څه نه وایي، خو اعتراف کوي چې د ایران تر ملاتړ لاندې ډلو پر ضد یي په سلګونو پروازونه ترسره کړي دي چې هڅه کوي په سوریې کې خپل موجودیت تثبیت کړي. اسرائیلي پوځ په پرله پسې ډول د وسلو او تجهیزاتو پر هغو لیږدونکو موټرو بریدونه کړي دي چې ګمان کیږي د ایران له ملاتړ څخه برخمنو ډلو ته استول کیږي.

د سیمه ایزو رپوټونو په حواله، د مصیاف ښار ته نږدې او د سوریي حکومت تر کنترول لاندې د حماه ولایت په لویدیځ شاوخوا سیمو کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. د سوریي د بشري حقونو سازمان په وینا، په دې سیمه کې د ايران سپاه پاسداران او د لبنان د حزب الله ډلې ځواکونه حضور لري.

د سیمه ایزو رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، د وسلو یو لابراتوار چې بوشکه یي بمونه یي تولیدول او په اوس وخت کې ایران ترې استفاده کوله، هم د اسرائیلو په برید کې په نښه کړای شوی دی.

د مصیاف د اطرافو سیمه چې ویل کیږي د ایراني ځواکونو او د ایران له ملاتړ څخه برخمو ملیشو له خوا د پوځي اډو په توګه ترې استفاده کیږي، په دې وروستیو کلونو کې په وار وار سره د هغو بریدونو هدف ګرځیدلې ده چې اسرائیل یي مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

د روان کال د مارچ میاشتې په لومړیو کې دمشق ته نږدې د سپاه پاسداران دوه افسران په هغه برید کې ووژل شول چې نسبت یي اسرائیلو ته کیږي. وروسته له هغې سپاه پاسداران د عراق د کردستان په مرکز اربیل کې توغندیز برید ترسره کړ او ویې ویل چې په دغه برید کې یو «اسرائیلي مرکز» په نښه شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص