1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهچین

چين؛ پخوانی مرستيال وزير د اختلاس په تور په اعدام محکوم سو

۱۴۰۱ مهر ۲, شنبه

دغه محاکمه د چين په امنيتي ادارو کي د اختلاس پر ضد تر ټولو لوی گوذار بلل کيږي. يو پخواني مرستيال وزير ته د اعدام سزا واورول سوه.

https://p.dw.com/p/4HHwo
China I Todesurteil im Prozess gegen Sun Lijun
انځور: CCTV/AP/picture alliance

د اعدام سزا و پخواني مرستيال وزير سن لي جون ته واورول سوه، خو دا چي هغه د چارواکو او پلټونکو سره همکاري کړېده، نو به يې په وړاندي ياده سزا نه پلي کيږي. هغه ته اورول سوې د اعدام سزا به په عمر قيد بدليږي. د دولتي رسنيو په راپورونو کي ياد ۵۳ کلن وزير د يوې »سياسي ډلې« مشر ياد سوی دی چي و دولت او د گوند مشر شي جينپينگ ته »غيروفادار« ؤ.
په دغه »غيروفاداره« ډله کي د عدليې پخوانی وزير ۶۷ کلن فو ږينغوا هم ياد سوی دی. هغه ته هم ياده سزا اورول سوې ده. د دې تر څنگ د شانگهای، چونگ قينگ او شانږي ولايت پخواني د پوليسو مشران هم په اوږدمهاله قيد سزاوو محکوم سوي دي.

په نړیواله کچه د اعدام سزا ختمولو له پاره لا اوږده لاره پاتې ده
د دولتي خبري آژانس شينهوا د راپور له مخي پر پخواني مرستيال وزير تور ؤ چي د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۰ کالونو تر منځ يې په ټوليزه توگه د ۶۴۶ مليونو يوان (تقريبا ۹۳ مليون ډالره) په حجم رشوت اخيستی ؤ. د عدليې پر وزير هم تور دی چي د تقريبا ۱۷ مليونو ډالرو په ارزښت رشوت يې تر لاسه کړی ؤ.

شي جينپينگ غواړي دريم واري ولسمشر سي

شي جينپينگ له دولسو کالو راهيسي پر واک دی او له هغه راهيسي يې د اداري فساد پر ضد کامپاين پېل کړی دی. خو کارپوهان وايي چي شي جينپينگ د اختلاس ضد کامپاين په نوم پروسه کي خپل سياسي مخالفين هم په نخښه کوي.
د پيکينگ پوهنتون يو استاد چي خپل نوم يې پټ ساتلی دی، د »ساوت چاينا مارنينگ پوسټ« ورځپاڼي ته ويلي دي چي په يادې محاکمې سره و راتلونکي د گوند کنگرې ته پيغام لېږدول سوی دی چي له امنيتي ادارو څخه د مطلقې وفادارۍ توقع کيږي.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.