1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا امریکا به پر طالبانو مالي مرستې بندې کړي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبه

د سیګار مشر وايي چې طالبانو ته ورتلونکو پېسو بندولو په اړه د امریکا استازو مجلس کې یو قانون تصویب شوی دی.

https://p.dw.com/p/4UBZK
د سیګار مشر جان سوپکو
د سیګار مشر جان سوپکوانځور: Charles Dharapak/AP Photo/picture alliance

د افغانستان د بیارغاونې له پاره د امریکا د څارونکې ادارې یا سیګار مشر جان سپکو ویلي دي چې د امریکا د استازو مجلس دغه قانون پاس کړی، چې باید مشرانو جرګې یا سنا ته هم ولاړ شي.

سپکو چې د لندن په کینګر کالج کې یې وینا کوله زیاته کړې: «دغه قانون به بهرنیو چارو وزارت او نورې مرستندویه ادارې طالبانو ته د مستقیم یا مستقیم مرستو ورکولو څخه راوګرځوي.»

آیا افغانستان کې بشري مرستې په شفاف ډول ویشل کیږي؟

تردې وړاندې جان سپکو ویلي ول چېښايي طالبان په هغو پیسوکې لاسوهنه کوي چې امریکا یې له افغانانو سره د مرستو په موخه افغانستان ته لیږي.

ده زیاته کړې وه چې امریکا نه پوهیږي طالبان دغه پیسې پر څه لګوي؟

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

رپوټونه وايي، امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه نیږدې دوه میلیارده ډالر په پام کې نېولي دي.