1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

ملګرو ملتونو له اوکراین څخه د روسیې د وتلو غوښتنه وکړه

۱۴۰۱ اسفند ۵, جمعه

د اوکراین د جګړې په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې رایې اچونه په واقعیت کې د اوکراین د ملاتړ کوونکو له پاره، یوه د مثبتې پایلې لرونکې نړیواله آزموېنه وه. د اوکراین ولسمشر د دې نتیجې هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/4NwaD
UN-Generalversammlung zum Ukraine-Konflikt in New York
انځور: John Minchillo/AP/picture alliance

پر اوکراین د روسیې د برید د کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو سازمان غړو هیوادونو په پراخ اکثریت سره د یوه سوله ایزې حل لارې او له اوکراین څخه د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه. په نیویارک کې د یوې ځانګړې عمومي غونډې په ترڅ کې د دغه سازمان له ۱۹۳ غړو څخه ۱۴۱ یي د دې پریکړه لیک ملاتړ وکړ. 

پر اوکراين يرغل: په لسونو زره مړه، په ميليونو مهاجر او په ميلياردو تاوان

بلاروس، شمالي کوریا، اریتریا، مالي، نیکاراګوا او سوریه د هغو هیوادونو له ډلې څخه وو چې په ګډه یې د ملګرو ملتونو سازمان د پریکړه لیک پر ضد روسیې ته رایه ورکړه. یو شمیر هیوادونو د هغو له ډلې هند او چین ممتنع رایه ورکړه.

دغه پریکړه لیک چې د نورو ترڅنګ المان یي هم ملاتړ کړی دی، په اوکراین کې د یوې بشپړې، عادلانه او پایداره سولې غوښتنه کوي. په دې توګه له روسیې غوښتل شوي دي چې په عاجل او بشپړ ډول دې خپل ټول سرتیرې، بې له قید او شرطه له اوکراین څخه وباسي.

«منزوي پاتې کیدل»

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک، له رای ګیرۍ مخکې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په متحد ډول دې د جګړې د پای ته رسولو ملاتړ وکړي. بیربوک وویل: «نن باید هر یو تصمیم ونیسي چې د تیري کوونکي ترڅنګ په منزوي ډول دریږي او یا په ګډه د سولې ملاتړ کوي».

پر اوکراين د روسيې يرغل او ناسم معلومات

د المان د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه: «په هغه صورت کې چې روسیه له مبارزې څخه لاس واخلي، جنګ پای ته رسیږي، خو که اوکراین له مبارزې لاس واخلي دا د اوکراین د پای په معنی ده».

بیربوک د رای ګیرۍ پایله د یوه مهم سګنال په توګه و ارزوله او ویې ویل: «دا ښکاره کوي چې روسیه له دې سیاست سره، دقیق د یوه کال مخکې په څیر منزوي ده. مونږ په ګډه د دولتونو ترمنځ د حقونو د نقضولو پر ضد دریځ نیسو».

UN-Generalversammlung zum Ukraine-Konflikt in New York
د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په متحد ډول دې د جګړې د پای ته رسولو ملاتړ وکړي.انځور: John Angelillo/UPI/IMAGO

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له پریکړې څخه د اوکراین له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د قوي پيوستون په توګه هرکلی وکړ. هغه وویل چې دغه رای ګیري د اوکراین د سولې فورمول له پاره د ټولې نړۍ د ملاتړ ښکارندویې کوي، چې په وینا یې د نورو ترڅنګ له اوکراین څخه په بشپړ ډول د روسیې وتل، د جنګي تاوان ورکول او په مسکو کې د دغې تعرضي جګړې د مسئولینو له پاره حقوقي تعقیب په کې په پام کې نیول شوی دی.

د سیاسي وزن لرونکې پریکړې

د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې په پرله پسې ډول پر اوکراین د حملې له کبله پر روسیې انتقاد کړی دی. د بیلګې په توګه د روسیې د برید له پیل څخه څو ورځې وروسته ۱۴۱ هیوادونو یوه پریکړه لیک ته رایه ورکړه چې په هغې کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې برید غندل شوی و.

پوتین د روسېې د اټومي وسلو د تقوېې ګواښ وکړ

عمومي غونډه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا برخلاف کولی شي د رایو په اکثریت سره پریکړې وکړي. سره له دې چې دغه پریکړې الزامي نه وي، خو بیا سیاسي وزن لري.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پنځو دایمي غړو امریکا متحده ایالات، چین، فرانسه، بریتانیا او روسیې څخه هر یو یي له خپل ویتو حق څخه په استفادې سره کولی شي د یوې نهایي پریکړې مخه ونیسي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح