1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ملګري ملتونه: طالبانو د پولیو واکسین له تطبیق سره موافقه کړې

۱۴۰۰ مهر ۲۶, دوشنبه

یونيسف او د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین له تطبیق سره موافقه کړې ده. افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې اوس هم پکې د پولیو یا ګوزڼ مثبتې پیښې ثبتیږي.

https://p.dw.com/p/41osJ
Afghanistan Jalalabad | Polio Impfkampagne
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۸مه نیټه) د ملګرو ملتونو یونسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په ټول افغانستان کې به د ګوزڼ یا پولیو دغه کمپاین د راتلونکې نومبر میاشتې په ۸مه نیټه پیل شي.

د اعلامیې په حواله، دا به لومړی ځل وي چې په ټول افغانستان کې ماشومان واکسین شي. اعلامیه همدا راز وايي چې په دې ډله کې ۳،۳ میلیونه هغه ماشومان هم شامل دي چې تر دې مخکې ورته لاس رسی ممکن نه وو او له پولیو واکسین څخه بې برخې پاتې وو. تر دې وړاندې په افغانستان کې د پولیو واکسین له ستونزو سره مخامخ وو او په ځینو سیمو کې به طالبانو ورته ستونزې رامنځ ته کولې.

طالبانو تر دې وړاندې د پولیسو واکسین تطبیقوونکي د طالب جنګیالیو په هکله د استخباراتي معلوماتو په راټولولو تورنول، خو اوس دوی په خپله د پخواني حکومت تر ړنګیدو وروسته د افغانستان د حکومت چارې پرمخ وړي.

په ننګرهار کې ۳۵۰زره ماشومان له پولیو واکسینه بې برخې شوي

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ډیپینګ لو د طالبانو دغه پریکړه د سم مسیر په لوري ډیر مهم ګام یاد کړی دی. په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې طالبانو د دغې پریکړې پخلی کړی دی او دا چې دغه پریکړه د طالبانو د مشرتابه او د ملګرو ملتونو ترمنځ د لوړې کچې مذاکراتو په پایله کې ممکنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو او د روغتیا د نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو مشرانو د پولیو د واکسیناتورانو په ډله کې د میرمنو له شمولیت سره هم موافقه کړې او د دوی د امنیت د تأمین ژمنه یې هم کړې ده. تر دې وړاندې، په افغانستان کې د پولیو واکسیناتورانو باندې څو ځله بریدونه شوې دي. د همدې میلادي کال په جون میاشت کې د افغانستان په شرق کې د پولیو واکسیناتورانو باندې د یوه برید په پایله کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي وو او یو شمیر نور یې بیا ټپیان وو چې په پایله کې د پولیو د واکسین کمپاین لغوه شو.

په جلال اباد کې د پولیو درې کارمندانې وژل شوي دي

افغانستان او پاکستان د ګوتو په شمیر د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې اوس هم پکې د پولیو مثبتې پیښې ثبتیږي. په دغو دواړو هیوادونو کې ناسم معلومات او غلط باورونه د پولیو د واکسین د مخنیوي یو له اصلي عواملو څخه شمیرل کیږي.

خ.ح/ ب.ص (DPA)