1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې ۳۵۰زره ماشومان له پولیو واکسینه بې برخې شوي

امید دیدار
۱۴۰۰ خرداد ۲۷, پنجشنبه

د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي چې د پولیو واکسیناسيون له ځنډېدو سره د دغه ولایت تر پنځه کلنۍ کښته ۳۵۰زره ماشومان د پولیو له څاڅکو بې برخې شوي دي. په دې ولایت کې تر اوسه يوازې نیمايي ماشومان واکسین شوي دي.

https://p.dw.com/p/3v4k7
Afghanistan Polioimpfung für Kinder in der Provinz Ghazni
انځور: Ebrahim Mahdavi/DW

د سې شبنې په ورځ ناڅرګندو وسله والو د ننګرهار په خوږیانو او سره رود ولسوالیو او جلال اباد ښار کې پنځه واکسناتوران ووژل او څلور نور یې ژوبل کړل.

تر دغو بریدونو وروسته سملاسي په ټول ننګرهار کې د پولیو کمپاین درېدلی او روغتیايي مسؤلین وايي چې د کمپاین په ځنډېدو سره شاوخوا درې نیم سوه زره ماشومان له واکسینه پاتې شوي دي.

په ننګرهار کې د پولیو پنځه واکسیناتوران وژل شوي

د افغانستان په ختیځ کې د پولیو عملیاتي مشر ډاکټر نجیب الله کاموال دویچه ويله ته وویل، تر اوسه داسې هېڅ پلان نه شته، چې له واکسینه پاتې ماشومانو ته دې واکسین ورسيږي: »د لنډ مهال له پاره زموږ سره کوم پلان نه شته، په داسې شرایطو کې چې امنیت خراب وي. که په اینده کې د وزارت کوم تصمیم وو، هغه به بیا تاسو سره شریک کړو.«

د ننګرهار اوسېدونکي هم د واکسناتورانو وژلو اندېښمن کړي او له حکومت او ولس دواړو څخه غواړي چې په ګډه د صحت برخې د کارکوونکو امنیت ساتنې ته پاملرنه وکړي.

دیني عالم شاکرالله او مدني فعال نور آغا ځواک له حکومت او اړوندو ادارو څخه غواړي چې د پولیو کمپاین دې بیا پیل کړي. شاکرالله وويل: »د مسلمان وژل حرام دي. اوس دا دی واکسین والا خدمت کوي. دوی خو یو طرف ته هم واقع نه دي. دوی د ملک او خلکو خدمت کوي.«

Solarzelle Sonnenenergie Solarkollektor Afghanistan Polio Impfung Kind Kinder
په ننګرهار کې په دې ووستيو کې يو شمیر واکسيناتورانې د هدفي بريدونو ښکار شوېانځور: picture alliance/Photoshot

مدني فعال نور آغا وايي: »هر هغه څوک چې دا کړنه کوي، دا وحشیت دی. جنایت دی. د خلکو او حکومت ګډ مسؤلیت دی چې د دغسې پېښو مخه ونیسي. که خدای ناخواسته داسې پېښې رامنځته کېږي دا پروسه درېږي. په نتیجه کې به یې زیاتره ماشومان په ګوزن اخته کېږي.«

د ننګرهار چارواکي وايي، ولايتي اداره د دې تر څنګ چې د وژل شویو واکسیناتورانو په قاتلینو پسې یې هڅې ګړندۍ کړي دي، د قربانيانو له کورنیو سره هم مرستې کوي او د پولیو واکسین د ښه تطبیق له پاره له نورو ادارو سره په ګډه کار کوي.

د پولیو واکسین د تطبیق ممانعت؛ په غزني کې یو کوچنی فلج شو

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وويل: »په لومړي قدم کې ولایتي اداره د شهیدانو کورنیو ته د رسېدګۍ هڅه کوي. موږ د اړوندو مرستندویه ادارو سره همغږي رامنځته کړې چې څنګه وکولی شو، د پولیو واکسین تطبیق کړو. په دې برخه کې لا زیات کار کوو، هڅه دا ده چې هغه کړۍ چې دا ډول تروریستي اعمال ترسره کوي ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.«

تر اوسه د دغو واکسیناتورانو د وژلو او ژوبلولو پړه کوم چا یا وسله والې ډلې نه ده منلې. د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر دېرشمه نېټه هم په ننګرهار کې د پولیو واکسین درې ښځینه کارمنداني په ډزو وژل شوې وي.

زموږ له آرشيف څخه:

په افغانستان کې غلط باورونه؛ او د پولیو د پیښو ډیریدل