1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

افغانستان کې د طبي مراقبت له بحران څخه خبرداری

۱۴۰۲ مرداد ۲۸, شنبه

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د روغتيايي خدماتو د کمښت له بحران څخه خبرداری وکړ. زياته شوې په مليونونو له درملنې بې برخې کيدای شي.

https://p.dw.com/p/4VLZF
DW Videostill | Female doctors in demand in Afghanistan
په افغانستان کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت هم زيات دیانځور: DW

د (WHO) سازمان په افغانستان کې د روغتيا په سيکتور کې له بحران څخه خبرداری ورکړ. ياد سازمان ويلي دي چې که په افغانستان کې مخ په وړاندې هم په ياد سيکتور کې اړيني مالي مرستې ونشي، نو به ۸ مليونه انسانان و اړينې درملنې او درملو ته نور لاسرسی ونلري. د روغتيا نړيوال سازمان دغه خبرداری د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۸ نېټه) ورکړ.

د ياد سازمان عمومي مشر، تېدروس ادهانوم غېبرېسوس په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «په افغاسنتان کې وضعيت جدي دی او د روغتيايي پرسونل، ځايونو، د وسايلو او پيسو کمښت بېشماره ژوندونونه د ګواښ سره مخامخ کړي.»

د روغتيا د نړيوال سازمان د ياد چارواکې په وينا په افغانستان کې د روغتيايي آسانتياو د مالي کمښت سره د مخامخ کېدو حالت دوام به د دې لامل شي چې شاوخوا ۱،۶ مليون افغانان د سايکلوژيکې مشورې او ټولنيز سايکولوژيک ملاتړ او ۱۱ مليونه ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې شي. په وينا يې ۸۷۵ زره د سختې سوی تغذيې او لوږې د ګواښ سره مخامخ دي.

د کوم وخت راهيسي چې وسله وال طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې په افغانستان کې بيا پر واک راغلي دي، دغه هيواد په نړيواله توګه منزوي دی. په افغانستان کې د لسيزو جګړې او بحرانونو وروسته بشري وضعيت په لوړه اندازه ستونزمن بلل کيږي. د ملګرو ملتونو د آمارو په حواله په دغه هيواد کې ۲۸ ميليونه انسانان پر بشري مرستو متکي دي. د دغه هيواد نفوس ۳۷ ميليون انسانان اټکل کيږي.

آ./ا.ا./ن.ص.