1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

WHO په افغانستان کې د شري ناروغۍ د خپریدو خبرداری ورکړی

۱۴۰۰ آبان ۲۲, شنبه

د روغتیا نړیوال سازمان په داسې یو وخت کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ د خپریدو خبرداری ورکوي چې د دغه جګړه ځپلي هیواد تر نیمایي ډیر نفوس لا پخوا د خوراکي موادو د ګمښت له ستونزې سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/42x8m
Masern-Virus
انځور: Imago/Science Photo Library

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د شري یا سرخکان د خپریدو په اړه انديښنه ښودلې ده. د نوموړي سازمان ویاندې مارګارات هاریس، د جمعې په ورځ وویل چې په زرګونو کسان پر دغې ناروغۍ اخته دي او تر اوسه پورې شاوخوا ۹۰ تنه مړه شوي دي. د هاریس په خبره که د دغې ناروغۍ د کنترول له پاره جدي اقدامات ترسره نه شي، نو د دې خطر موجود دی چې د قربانیانو شمیر نور هم لوړ شي.

هریس وویل چې په ځانګړي توګه دغه بحران ځپلي هیواد کې د خوراکي توکو د شدید کمښت له امله د دې ناروغۍ د خپریدو خطر زیات دی: «د سوء تغذي ماشومانو له پاره شری لکه د مرګ په سزا محکومیدل دي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د دغې ویاندې په خبره د روان عیسوي کال د پيل راهیسې د شري تر ۲۴۰۰۰ ډیرې پيښې تشخیص شوي چې له دې ډلې ۲۴۰۰ یې په لابراتواري معاینې کې هم تائید شوي دي. لږ تر لږه ۸۷ ماشومان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د څو اونیو راهیسې په افغانستان کې د «بشري بحران» خبرداری ورکړی دی، هغه هیواد چې د طالبانو واک ته تر رسیدو مخکې لا د بهرنیو مرستو پورې وابسته یا تړلی و.

د دغه سازمان په خبره د افغانستان د نفوسو تر نیمایي ډیره برخه په شدید ډول د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ ده.

میرمن هاریس خبرداری ورکوي چې د روان کال تر پایه پورې به تر ۳ میلیونو ډیر ماشومان چې تر پنځه کلنۍ د کم عمر درلودونکي دي، سوء تغذي يا خوارځواکي وي. د همدې عمر ماشومانو تر یوه میلیون ډیر یې د ولږې له خطر سره مخامخ دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص