1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انتونيو ګوتېرش افغانستان ته د نغدو پېسو د ليږد غوښتنه کړې ده

۱۴۰۰ مهر ۲۰, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د اقتصاد د له منځه تلو مخنیوي له پاره دغه هېواد ته نغدې پېسې وليږدوي. هغه ټينګار کړې چې اقتصادي بحران د دغه هېواد نيمایي وګړي اغيزمن کړي دي.

https://p.dw.com/p/41Zwi
UN-Generalsekretär  Antonio Guterres
انځور: picture-alliance/ Pacific Press/L. Radin

په ژنیو کي د افغانستان له پاره د جوړ شوي کنفرانس پوره څلور اونۍ وروسته اوس هم په دغه هېواد کي بشري بحران د زياتيدلو په حال کې دې. همدا اوس اقتصادي بحران،  ۱۸ ميليونه افغانان چې د دغه هېواد نيمای نفوس جوړوي په جدي ډول ګواښي.

د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونی ګوتریش په خپله وروستۍ  وينا کې  د افغانستان اقتصاد ړنګيدو په هکله اندښنه څرګنده کړې ده.

هغه له نړۍ څخه غوښتنه کړي چې د افغانستان د اقتصاد له منځه تللو مخه ونيسې او هر څومره ژر چې کيږې نغدی پيسې دغه هېواد ته ورکړي: هغه ويلي: »موږ همدا راز اړتيا لرو ډاډ تر لاسه کړو، څومره توان چې لرو د دغه هېواد د اقتصاد له منځه تللو مخنيوی له پاره کوښښ وکړو.«

د ملګرو ملتونو سرمنشي زياته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کيدو دمخه د اګست په مياشت کې يې اقتصاد چې په تیرو شلو کلونو کي پر بهرنیو مرستو ولاړ وو او هم د وچ کالۍ او کوويد ۱۹ له کبله په کمزوری وضعيت کې وو، اوس مهال په بانکونو کې د  شتمنيو کنګل کيدلو او د پراختیايي مرستو په بندیدلو سره، د ړنګيدو په حال کې دې. هغه ټينګار کړې چې بانکونه د تړلو په حال کې دي او اړيني مرستې لکه روغتيايې مرکزونه په ډيرو سیمو کي تړل شوي دي.

 م.م: د افغانستان اقتصاد به په راتلونکو څو اوونيو کې سقوط وکړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي زياته کړي: »موږ اړتيا لرو داسی لارې ومومو چې اقتصاد بيا ساه واخلي. دغه موضوع کيداي شی د نړيوالو قوانینو يا اصولو له نقض کولو پرته ترسره شی.«

هغه نړۍ ته په خطاب کې ويلي چې بايد داسې لارې ولټوي تر څو افغانانو له پاره شرايط برابر شي چې وکړاي شي کارپوهان او ملکي کارکونکي خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

هغه څرګنده کړي چې څخه د افغانستان دغه کندې ته د غورځيدو د مخنيوي مسئوليت د هغه کسانو پر غاړه ده چې په اوس وخت کی په دغه هېواد کي مسؤل دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشري دا روښانه کړي چې طالبانو د خلکو حقوقو ساتنې په خاصه توګه د ښځو کار او ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو تګ په هکله کړې ژمنې نه دي عملي کړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي ويلي چې په خپلو ژمنو د طالبانو نه دريدل د دې سبب شوی چې ښځي او نجوني ډيرې ناهیلي شی. ګوتريش ويلي: «د جنسیت برابرتيا زما له پاره لومړي توب لري. افغانستان ته د سفرونو پر وخت زه د افغانو ښځو او نجونو له شجاعت او ارادې څخه ډير اغيزمن شوی يم. زه په ځانګړي توګه د طالبانو د هغو ژمنو له کبله چې افغانو ښځو او نجونو ته يې ورکړي وې او هغه يې عملې نه کړي، ډير اندښيمن يم.»