1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړينړیوال

له لوږې سره د مخامخو کسانو د شمیر د زیاتیدو په هکله خبرداری

۱۳۹۹ اسفند ۲۲, جمعه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش په نړیواله کچه له لوږې سره د مخامخو کسانو له زیاتیدو څخه خبرداری ورکړی دی. د هغه په خبره په ۳۰ هیوادونو کې څه دپاسه دیرش میلیونه کسان د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/3qWap
Südsudan Kandak 2018 | Frau & Sorghumhirsen nach Essensabwurf WFP
انځور: Sam Mednick/AP Photo/picture-alliance

ګویترش د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د مارچ ۱۱مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د سملاسي اقداماتو پرته په نړیواله کچه په میلیونونو انسانان  «لوږه او مرګ» ګواښي.

هغه د دې علتونه د اقلیم بدلون او د کرونا وبا یاد کړل. د ګویترش د معلوماتو له مخې په شا او خوا ۳۰ هیوادونو کې څه د پاسه ۳۰ میلیونونه انسانان د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

Deutschland UN-Generalsekretär Guterres im Bundestag
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترشانځور: Michael Sohn/AP Photo/picture alliance

ګویترش د امریکا متحده ایالاتو له لوري رابلل شوې ځانګړې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ده پیغام روښانه دی: که چیرې انسانانو ته خواړه برابر نه شي، شخړې به غښتلې شي. هغه زیاته کړه چې «قحطي او لوږه نور د خوارکي موادو د نیمګړتیا موضوع نه ده. د هغې لویه برخه اوس د انسانانو له لوري برابریږي.» د هغه په خبره په ۲۰۲۱م کال کې د لوږې د ګواښ مخنیوی کیدی شي.

ګویترش یادونه وکړه چې د تیر میلادي کال تر پایه پورې په نړۍ کې تر ۸۸ میلیونه انسانان «د شخړو او بې ثباتۍ» له کبله له سختې لوږې سره مخامخ شوي دي او دا د یوه کال په موده کې ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيې.

د هغه په خبره سږ کال د دې کچې د لا زیاتیدو اټکل کیدی شي. ګویترش په ځانګړې ډول د ساحل زون، د افریقا ښکر، سویلي سوډان یمن او په افغانستان کې وضعیت ته اشاره وکړه. هغه د دې وضعیت پر وړاندې د مقابلې له پاره د ۵،۵ میلیارده ډالرو سملاسي مرستې پر اړتیا ټینګار وکړ.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب