1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

نیویارک ټایمز: روسیه له شمالي کوریا څخه وسلې پيري

۱۴۰۱ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

د امریکا د امنیتي خدماتو ادارې د پټو اطلاعاتو پر بنسټ چې په دې وروستیو کې له محرم درجې ایستل شوي، روسیه له شمالي کوریا څخه وسلې پيري. دغه اطلاعات له ایران څخه د بې پيلوټه الوتکو د خریدارۍ تر خبر وروسته خپاره شوي دي.

https://p.dw.com/p/4GTFe
Kim Jong Un und Wladimir Putin
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لیکنې پر اساس دغه اطلاعات څو ورځې وروسته له هغې د پټو اطلاعاتو له طبقه بندې څخه و ایستل شول چې د مسکو له لورې له ایران څخه د بې پيلوټه الوتکو د خریدارۍ خبر خپور شو او امریکایي چارواکو وویل چې دغه ډرونونه فني یا تخنیکي ستونزه لري.

نوموړي ورځپاڼې د دوو امریکایي چارواکو په نقل لیکلي دي چې ایران او شمالي کوریا ته د مسکو مخ ورګرځول ښئې چې روسیه د لوېدیځ د بندیزونو په پایله کې له اوکراین سره د جګړې له پاره د خپلو اړتیاو پوره کولو په خاطر له جدي ستونزو سره مخامخ ده.

هغه اطلاعات چې د امریکا د استخباراتي ادارې له طبقه بندې څخه ایستل شوي دي په هغو کې د دغو وسلو د ډول، خریدارۍ د وخت او حجم یا اندازې په اړه ډير لږ جزویات ورکړل شوي چې تر اوسه پورې په خپلواک ډول تائید شوي هم نه دي. 

د اوکراين حکومت د څو سيمو د بيرته نيولو خبر ورکړی

یوه رسمي لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلی دي چې د لنډ واټن توغندیو او توپخانې له مرمیو سربیره، تمه کیږي چې روسیه به په راتلونکي کې هڅه وکړي له شمالي کوریا څخه لا زیاتې وسلې وپيري.

نیویارک ټایمز لیکلي دي چې پر اوکراین د روسیې تر برید مخکې لا سپينې ماڼۍ د مسکو د پوځي پروګرامونو په اړه د رپوټونو له محرم درجې طبقه بندۍ څخه په ایستلو پیل کړی دی. دغه رپوټونه په پيل کې د امریکا متحدینو او وروسته بیا ټولو ته ښکاره کړای شول. 

وروسته له یوې اونۍ څخه امریکا یو وار بیا د روسیې د پوځ په اړه د اطلاعاتو په خپرولو لاس پورې کړ؛ د هغو له جملې څخه له ایرانه د بې پيلوټه الوتکو د خریدارۍ او د سرتیرو د جلبولو په برخه کې د روسي پوځ د ستونزو په اړه د اطلاعاتو له خپرولو څخه یادونه کولی شو.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې د روسیې د اقتصاد پر وړاندې د دغه هیواد او اروپا بندیزونو د خپل نظامي تجهیز په برخه کې د مسکو توان ته زیان اړولی دی. دغو بندیزونو د وسلو او یا الکترونیکي تجهیزاتو د خریدارۍ له پاره د روسیې توان محدود کړی دی. 

له پيکنګ څخه د روسیې ناهیلي

مسکو هیله درلوده چې چین به د بندیزونو په نه پام کې نیولو سره له روسیې څخه خپل پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي، خو په دې وروستیو ورځو کې امریکایي چارواکو ویلي دي چې پيکنګ له روسیې څخه په کمه بیه د نفتو پيرلو ته لیواله دی.

دغو چارواکو زیاته کړې ده چې چین تر هغه وخته پورې چې کولی شي له روسیې څخه نفت رانیسي او پر روسیې د وسلو خرصولو بندیز ته ژمن پاتې کیږي او پر مسکو پوځي وسایل نه پلوري.

په دې وروستیو کې د امریکا د سوداګرۍ وزیر یو وار بیا چین ته خبرداری ورکړی چې که چیرې د چین د کمپیوټري چِپونو د تولید لویه فابریکه یا نور چینایي شرکتونه د روسیې پر وړاندې بندیزونه نقض کړي، واشنګټن به له دغو شرکتونو سره خپل سوداګریز معاملات په بشپړ ډول ودروي او د کنډکټرونو د تولید په برخه کې به امریکایي ټکنالوژۍ ته د دوی د لاسرسي مخه ونیسي.

په دې ترتیب سره مسکو ته بله لار نه ده پاتې بې له دې چې ایران او شمالي کوریا ته مخ وګرځوي چې دواړه د امریکا او نړیوالې ټولنې له شدیدو بندیزونو سره مخامخ دي او له روسیې سره د سوداګرۍ په پایله کې ډیر تاوان نه ويني.

د روسیې د پوځي وسایلو محدودول، د مسکو د کمزورې کولو له پاره د امریکا د ستراتیژۍ مهمه برخه ده، په دې هدف چې په اوکراین کې د دې هیواد ټول پوځي فعالیتونه او د خپلو ګاونډيانو د ګواښلو له پاره یې په راتلونکي کې ټول ظرفیتونه مختل کړي.

شجاعي متره: ش.ن/ ن.ز