1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراين د کورنيو چارو وزير د چورلکې په سقوط کي وژل سوی

۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبه

د اوکراين چارواکو ويلي دي چې د دغه هیواد د کورنيو چارو وزير او مرستيال يې کيف ته څېرمه د يوې څرخي الوتکي د را لوېدولو په پيښه کي وژل شوي دي. په پېښه کې ۱۷ نور کسان هم وژل شوي چې ماشومان هم پکښې شامل دي.

https://p.dw.com/p/4MMZP
اوکراين: کيف ته څیرمه د څرخي الوتکې د سقوط ځای
اوکراين: کيف ته څیرمه د څرخي الوتکې د سقوط ځایانځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

چارواکو او سيمه ایزو رسنيو ويلي دي چې د دوشنبې په سهار يوه څرخي الوتکه د بروواري ښار پر يوه ودانۍ رالوېدلې ده.

د اوکراين د پوليسو په حواله په دې پېښه کې د درو ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي دي. له دوی څخه ۹ کسان هغه دي چې په چورلکه کې سپاره ول.

په مړو شويو کې د اوکراين د کورنيو چارو وزير دېنس موناستيرسکي، د هغه مرستيال او يو بل لوړپوړی حکومتي چارواکی هم شامل دي.

د کيف د سيمې والي اولکسې کولېبا د تليګرام له لارې ويلي دي چې په پېښه کې ۲۹ کسان ټپيان هم دي چې ۱۵ یې ماشومان دي. تر دې مخه نوموړي ويلي ول: «په بروواري کې يوه وړکتون او د استوګنې ودانيو ته څېرمه يوې څرخي الوتکې سقوط کړی دی.»

اوکراین: تر ۹۰۰۰ زیات ولسي وګړي په جګړه کي وژل سوي دي

نوموړي د دې په زياتولو سره چې د ماشومانو د تخلیې چارې رواني دي، ويلي ول: «ماشومان او د وړکتون کارکوونکي د دې ناوړه پېښې پر وخت هلته موجود ول.»

دا چې پلټنې لا بشپړې شوې نه دي نو چارواکو په دې اړه نور جزيات او د حادثې د علت په اړه معلومات نه دي په ډاګه کړي.

چورلکه د جګړې لومړۍ کرښې ته پر لاره وه

د اوکراين د ولسمشر د دفتر مرستيال مشر کېرېلو تيموشينکو د معلوماتو په حواله دغه چورلکه چې د اوکراين د کورنيو چارو وزير هم پکې سپور وو، د اوکراين په ختيځ کې د جګړې لومړۍ کرښې ته پر لاره وه.

د اوکراين د کورنيو چارو وزير د څرخي الوتکې د سقوط په پېښه کې وزل شوی
د اوکراين د کورنيو چارو وزير د څرخي الوتکې د سقوط په پېښه کې وزل شویانځور: Sergei Supinsky/AFP/Getty Images

تیموشينکو وويل چې د کورنیو چارو وزير د هيواد دغه سيمې ته چې زور زياتی پکې روان دی، د ځينو کارونو د سرته رسولو په موخه روان وو. د اوکراين صدراعظم دينس شمايل وويل چې د کورنيو چارو د وزير او دوو نورو لوړپوړو چارواکو مړينه د هېواد له پاره «ستر زیان» دی.

انالېنا بېربوک د اوکراين جګړه ځپلي ښار ته سفر کړی

د اروپایي ټولنې د شورا مشر چارلس میشل هم تسليت وړاندې کړی دی. نوموړي د ټولنیزو رسنيو له لارې ويلي: «موږ له اوکراين سره د څرخي الوتکې د دغه خواشينونکې حادثې په وير کې شريک يو.»

شولڅ او زيلنسکي به نړيوال اقتصادي فورم ته وينا وکړي

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي به نن، چهار شنبه د سويس په داووس ښار کې روانې غونډې ته مهمې ويناوې وکړي.

زيلنسکي له روسیې سره د جګړې د دويم کال له پاره چمتووالی نيسي. اوکراين که څه هم چې د جګړې په ډګر کې سترې لاسته راوړنې لرلي دي خو د روسیې له خوا د نيول شويو سيمو د بیرته کنترولو له پاره درنې وسلې ډېرې مهمې ګڼل کيږي.

خو تر اوسه اوکراين يوازې د شوروي جوړ ټاکونه ترلاسه کړي دي چې د ناټو د شرقي اروپا هېوادونو په ګودامونو کې پراته ول. آلمان د ناټو د متحدينو او کيف د حکومت پر غوښتنه سربیره هم تر اوسه دې ته غاړه نه ده ايښې چې دغه هېواد ته د آلمان جوړ عصري ليوپارد دوه ټانکونه واستوي.

فنلنډ اوکراین ته د «لیوپارد۲» ټانکونو پر لیږلو فکر کوي

د صدراعظم شولڅ حکومت دې حقيقت ته اشاره کوي چې نورو متحدينو هم تر اوسه اوکراين ته عصري وسلې نه دي سپارلي. خو دا دريځ یې هم اوس تر هغه وروسته يو څه کمروزی شوی چې بريتانيا او پولند په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې اوکراين ته به سنګين جنګي ټانکونه واستوي. فرانسې هم تر دې د مخه د «سپکو» ټانکونو د ليږدولو ژمنه کړې وه.

«روسیې په ختيځ کې يو شمیر سيمې ويشتلي»

د اوکراين د وسله وال پوځ لوی درستیز ويلي دي چې اوکرايني او روسي ځواکونو په ختیځ کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پر يو بل ډزې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې يوه اړخ هم ډېر مختګ نه دی کړی.

د پوځ په رپوټ کې ويل شوي دي چې روسي ځواکونو د توغنديو څلور بريدونه ترسره کړي دي چې د دنیڅک په کراماتورسک ښار کې پر دوو ملکي اهدافو سربیره په لوېدیځ کې د سختې جګړې دوې نقطې او د بخموت او اوديوکا ښارونه په نخښه شوي دي.

زیاته شوې ده چې روسي ځواکونو همدا راز ۱۳ هوايي بريدونه هم کړي او ۲۳ د هاوان مرمۍ يې ويشتلي دي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, AP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: