1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډېرو اروپايي هيوادونو له بريتانيا سره هوايي اړيکي قطع کړې

۱۳۹۹ دی ۱, دوشنبه

د آلمان په ګډون څو اروپايي هيوادونو له بريتانيا څخه پروازونه بند کړل. په بريتانيا کي د کرونا ويروس نوې بڼه په چټکۍ سره پر خپرېدو ده.

https://p.dw.com/p/3mzuQ
Symbolbild Europa schottet sich von UK ab | High Alert London
انځور: Tolga Akmen/Getty Images/AFP

د کرونا د نوي ډول په خپريدو سره، آلمان او څو نورو اروپايي هيوادونو ته له بريتانيا څخه د هوا له لاري د مسافرو پر راتګ بنديز ولگاوه.

له تيري ورځي راهيسي هالنډ او بلجيم له بريتانيا څخه د الوتکو پر راتګ بنديز لګولی دی.

د دوشنبې ورځي له سهار وختي څخه د آلمان هوايي ډګرونه له بريتانيا څخه د راتلونکو الوتکو پر مخ تړل سوي دي. هغه کسان چي د شپې ناوخته رارسيدلي ول، د کرونا د تست او د نتيجې د تر لاسه کولو له پاره يې څو ساعته په ميدان کي تير کړل.

اوس نو پر بلجيم، هالنډ او ايټاليا سربيره، فرانسې، سويس، کاناډا، ارجنتاين، پيرو، کولمبيا او چيلي هم له بريتانيا څخه پر ټولو پروازونو بنديز ولګاوه.

فرانسې او بلجيم د ريلګاډو په شمول د مانش کانال او بريتانيا جزيرې ته سمندري او مځکني لاري هم وتړلې.

د دغه ډول مقراراتو د رامنځته کيدو علت د کرونا ويروس د نوي ډول رامنځته کيدل. دغه نوي ډول لومړی په بريتانيا کي راښکاره سو، خو ايټاليا د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د ويروس نوی ډول په هغه مسافر کي تثبيت سو چي له بريتانيا څخه ورغلی وو او اوس په قرانطين کي دی.

په آلمان کي د روان کال تر پايه له بريتانيا څخه پروازونه بند اعلان سوي دي.

د نوي ويروس ژر سرايت

د بريتانيا د چارواکو په حواله د کرونا ويروس دغه نوی ډول د هغه د عادي ويروس په پرتله ۷۰ سلنه ډير د سرايت قابليت لري.

دغه ويروس په خاص ډول په لندن او د انګلستان په جنوب ختيځ کي په چټکۍ سره د خپريدو په حال کي دی.

د ويروس د نوي بڼي خپريدل ددې سبب سوي چي بريتانيا لا سخت تدابير وضع او د امکان تر حده سفرونه رامحدود کړي.

د بريتانيا حکومت د نوي کرونا ويروس د رامنځته کيدو په هکله انديښنه ښودلې ده. د عامي روغتيا وزير مت هنکاک،  په خواشينۍ سره ويلي دي چي نوی ويروس له کنتروله وتلی او د هغه مخنيوی د حکومت له پاره يو لوی چيلينج دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب