1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

په بریتانیا او سویلي افریقا کې د کرونا نوی ډول خپور شوی دی

۱۳۹۹ آذر ۳۰, یکشنبه

په بریتانیا او جنوبي افریقا کې د کرونا ویروس یو نوی ډول موندل شوی دی. دا نوی ډول ځوانان هم په شدید ډول اغیزمنوي او تر ۷۰ سلنه پورې نورو ته د خپریدو صلاحیت لري.

https://p.dw.com/p/3myYw
Italien Neapel | Coronavirus | Cardarelli-Krankenhaus
انځور: Fotogramma/IPA/ABACA/picture alliance

د سویلي افریقا د روغتیا وزیر سویلنې مخیز، ویلي دي چې په هیواد کې د کرونا ویروس د دویمې څپې د خپریدو ترشا کیدای شي د کرونا ویروس نوی ډول V2.501 رول ولري.

د سویلي افریقا د ډاکترانو په حواله د کرونا ویروس نوي ډول په ډیر لوړ شمیر کې ځوانان اغیزمن کړي دي او دغه اغیزمن شوي ځوانان هم د سا اخیستلو یا تنفس په برخه کې له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

بل لور ته په بریتانیا کې هم څیړونکو دقیق همدا ډول د کرونا ویروس کشف کړی دی. په بریتانیا کې د کرونا ویروس له کبله د اغیزمنو شویو کسانو شمیر د همدې نوي ډول له امله لوړ شوی دی.

په لندن کې لاک ډاون یا محدودیتونه

د کرونا ویروس د نوي ډول را ښکاره کیدو سره بریتانوي حکومت پر سختو اقداماتو لاس پورې کړی دی. د دغه هیواد د لومړي وزیر بورس جانسن په حواله دا نوی ډول تر ۷۰ سلنه د خپریدو صلاحیت لري.

د پلازمېنې لندن او سویل ختیځو سیمو اوسیدونکي به تر کریسمس وروسته هم د خپلو خپلوانو کره د تګ اجازه ونه لري. خو په آزاده فضاء کې له نورو سره ملاقات کولو ته اجازه ورکول کیږي.

د یکشنبې له ماښام څخه د اغیزمنو شویو سیمو اوسیدونکي یوازې د معقول عذر په صورت کې له کوره د وتلو اجازه لري. د خوراکي توکو پرته به ټولې مغاذې او دوکانونه بند وي.

د کرونا ویروس د نوي ډول کشفیدو نور اروپايي هیوادونه هم اندیښمن کړي دي او دا ویره موجوده ده چې دغه ویروس به د لا زیاتو انسانانو د مړينې سبب شي.